Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

اوباما، دداعش دروزني چاري مو ګړندئ کړي

دامریکا دمتحده ايالتونو ولسمشر بارک اوباما په پنټاګون کي دداعش په اړه په وینا کي ظاهرا په غلطي وویل، چي دوی دداعش دروزني چاري ګړندئ کړي دي.
په دغې غونډه کي له اوباماسره ددفاع دوزیر اشتون کارتر او دامریکا دګډو ځواکونو دمشر مارټن ډيمپسي په ګډون ۴۵ تنو لوړ پوړو  چارواکو ګډون کړی وو.
اوباما وویل، چي داعش په سوریې او عراق کي ډیري سیمي تر خپلي ولکې لاندي راوستلي دي.
دامریکايي چارواکو له لوري دداعش دپرمختګ په اړه څرګندوني دچارو دشنونکو په اند دداعش لپاره دامریکايي چارواکو کمپاین بلل کیږي.
اوباما دعراق دامنیتي ځواکونو او دقبائلي وسله والو دنظامي روزني په اړه خبري کولې او غوښتل یې چي ووايي، دعراقي ځواکونو او دقبائلو دروزني چاري مو ګړندۍ کړي، خو ددې په ځای یې وویل، چي دداعش دروزني چاري مو ګړندئ کړي دي.
داوباما دغې خبري، چي «دداعش دروزني چاري مو ګړندئ کړي» دناستو ټولو کسانو توجه ور جلب کړه.
اوباما چي دليکل شوي متن له مخي وینا کوله، داسي ښکاري، چي په متن کي هم همدا لیکل شوي وو، چي دداعش دروزني چاري مو ګړندئ کړي دي.
ځکه په متن کي په انګليسي ژبه دداعش مخفف ليکل شوی وو، چي وروسته ورڅخه په قوس کي عراقي ځواکونه ليکل شوي وو.
تراوسه دسپيني ماڼۍ له لوري داوباما ددغو څرګندونو په اړه څه ویل شوي نه دي، خو دچارو شنونکي وايي، چي دداعش (عراقي ځواکونو) روزنه مو ګړندئ کړې یوه معنا لري.
عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button