د روژې دوه ویشتمه تحفه

لیکوال: نثار احمد صمد

د روژې درېیمه لسیزه له دوږخه د نجات لسیزه ده چی پرون پیل سوه . دا لا څه ، د روژې د میاشتی درېیمه عشره د قرآن د نزول او د اسلام د ظهور لسیزه هم ده . په دغه لسیزه کی د لیلة القدر مبارکه شپه واقع ده چی یوه له طاقو شپو څخه ده . په دغه شپه قرآن نازل سوی دی ؛ دغه شپه تر یو زر میاشتو هم بهتره ده ؛ په دغه شپه تر سهاره امان وی او الله (ج) فرمایی چی که څوک هر څه وغواړی زه یې اجابت کوم . نو هیله ده چی د بخښلو دغه لسیزه وړیا راڅخه تیره نسی ، او دا هم دوه ویشتمه تحفه . ستاسو د ځوابونو په هیله . البته د ټولو برخو ځوابونه به تر روژې وروسته انشاالله اعلان سی ، والسلام ( ن . صمد nsamad57@hotmail.com ) .

 پوښتنی :

۱ ـ په سورهً طه کی د موسی (ع) نوم څو واره ذکر سوی دی ؟

۲ ـ په الانبیا سورت کی تر ټولو اول د کوم پیغمبر نوم ذکر سوی دی ؟

۳ ـ هغه کوم سورت دی چی شروع یې د هماغه سورت د نوم څخه کیږی ؟

۴ ـ فرقان یعنی څه ؟

۵ ـ په سورهً طه کی د رسول الله (ص) د مشهوری دعا ( رب زدنی علمأ ) اړونده آیت څووم دی ؟

۶ ـ که د چا روژه وی خو بل چا ته وینه ورکړی نو ؟

الف : روژه یې ماتیږی ؛

ب : روژه یې نه ماتیږی ؛

ج : مکروه کیږی ؛

د : باید فدیه ورکړی .

۷ ـ د سخت کار له امله هم د روژې پریښودلو اجازه نسته . خو که یې په روژه کی حالت مخدوش سی او روژه ماته کړی ، نو څه کیږی ؟

الف : یوازی کفاره لازمه ده ؛

ب : یوازی قضایی لازمه ده ؛

ج : قضایی او کفاره دواړه لازم دي ؛

د : روژه یې په دې شرط صحیح ده چی ځان موړ نکړی .

۸ ـ د قیامت په ورځ به لمر د خلکو د سرونو څخه څومره لوړ وی ؟

الف : نیم میل به لوړ وی ؛

ب : یو میل به لوړ وی ؛

ج : دوه میله به لوړ وی ؛

د : درې میله به لوړ وی .

۹ ـ پیغمبر (ص) د هغو یهودیانو سره څه وکړل چی عهد او پیمان یې مات کړ ؟

الف : هغوی یې له مدینې وشړل ؛

ب : هغوی یې غلامان کړل ؛

ج : هغوی یې ووژل ؛

د : هغوی یې بندیان کړل .

۱۰ ـ د احد په جنګ کی څوک په مدینه کی د رسول الله (ص) ځای ناستی و ؟

الف : عبدالله بن ام مکتوم (رض) ؛

ب : حضرت بلال بن رباح (رض) ؛

ج : حضرت ابوبکر (رض) ؛

د : ټوله غلط دي .

او دا هم د نن زرین اصل : فضيل بن عياض رحمه الله ویلی دي : قران د دې له پاره نازل سوی دی چی عمل پرې وکړو ، خو خلکو یې لوستل عمل وګرځاوه! 

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button