ملي امنيت د پاکستاني طالبانو دپخواني وياند د وژلو ادعا کوي
کابل ( عزم: پنچشنبه ،١٨ چنګاښ ٩٤) د ملي امنيت لوى رياست وايي چې په سيمه کې د داعش وسله والې ډلې مهم غړى او د پاکستاني طالبانو پخوانی وياند شاهد الله شاهد په ننګرهار کې د امریکا په يوه هوايي بريد کې وژل شوى دى.
د ملي امنیت ریاست د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې د هوایې بريد په نتیجه کې دافغانستان لپاره د داعش د دوهم لوړ پوړي قومندان ګل زمان او د دغې ډلې د پوځې برخې د مرستیال جهاد یار ترڅنګ شاهد الله شاهد هم وژل شوی دی.
شیخ مقبول چې په شاهد الله شاهد مشهور و، له دې مخکې د ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند و چې له دغې ډلې څخه تر جلا کیدو وروسته يې له داعش سره بیعت اعلان کړ.
د ملي امنیت د معلوماتو له مخې شاهد الله شاهد غوښتل، یوه ستره جګړه په سیمه کې پيل کړي او د دغې ډلې په یوه مرکزي غړې بدل شي.
د يادونې وړ ده چې په وروستيو کې په ننګرهار کې د داعش په نامه وسله وال کسان ډير شوي چې په سيمه کې يې وخت په وخت له طالبانو سره هم د جنګونو راپورونه ورکول کيږي. .
شاهدالله شاهد دپاکستاني طالبانو پخوانی وياند و چې په دې وروستيو کې يې دداعش ملاتړ اعلان کړی او د پاکستاني طالبانو له ليکو بيل شوی و.
تر اوسه ددې پېښي په اړه په سيمه کې د داعش مسؤلينو رسنيو ته څه نه دي ويلي
عبداللطيف نظيف