سوله(ازاد نظم) مشفق حريت مل
مونږه د سولې تږي
مونږ مجنونان دسولې
مونږ يو د سولې سوالګر
غواړو د سولې ژوندون
مونږه په جنګ څه کوو
موږ بربادي نه غواړو
زموږ امنيت په کار دی
موږ نارامي نه غواړو
مونږه د غم په کيسو
ټولې خوښۍ ورکړي
مونږ د عزت له پاره
څه قربانۍ ورکړي
مونږ يو له دين نه قربان
موږ د قران پلويان
مونږ يو بيزار له نړۍ
ځکه نړۍ ده لړۍ
د وحشتونو لړۍ
او د ظلمونو لړۍ
زما د مرګ په وير ده
په اتڼونو نړۍ
مونږه د سولې تږي
مونږ مجنونان دسولې
ای خو دا سوله څه ده
هسې خبرې نه دي
هسې مجلس نه دی
هسې کيسې نه دي
سوله يو نوم د زيري
سوله يو بيل ژوندون
خو سوله داسې نه چې
يې دا نړۍ غواړي
سوله په دې معنا
چې خپلواکي ولرو
سوله په دې معنا
چې ازادي ولرو
سوله په دې معنا
چې يرغلګر ووځي
سوله ددې له پاره
چې ظالم پړ ملامت
سوله ددې له پاره
چې مظلوم ونازيږي
سوله ددې له پاره
چې نړۍ سر ټيټ کړي
ځکه چې مونږه هميش
نړۍ ځپلي يو
او دې خونکارې نړۍ
مونږه وهلي يو
دغې بم دارې نړۍ
مونږه ژوبلي يو
سوله ددې له پاره
چې شهيدان زمونږه
رانه خفه نه شي
سوله ددې له پاره
جې يتيمان خواران
سر په ګيله نه شي
سوله په داسې ډول
چې څنګ يې زه غواړمه
سوله دهغوی په رنګ
خو بيخي نه غواړمه
سوله ارمان زما
سوله ده ځان زما
سوله ده ځان زما
چې وي کافر وطن کې
سوله در پاتې بوله
چې خپلواکي نه لرو
سوله درپاتې بوله
چې حقيقت پکې نه وي
سوله درپاتې بوله
ځکه چې سوله ټګي
او چلبازي نه مني
سوله سپيڅلی نوم دی
هيڅ غداري نه مني
سوله مې خوښه خوښه
د ګران وطن له پاره
ای دنياوالو واورۍ
مونږه تل جنګ نه کوو
چې حقيقي سوله وي
له هغې څنګ نه کوو
چې وي عزت د افغان
ولې به ننګ نه کوو
سوله او سوله سوله
زمونږه ارمان دی
زړګی مې ګران ګران
افغانستان دی
زړګی مې ګران ګران
افغانستان دی.
مشفق حريت مل
۲۰۱۵/۷/۹ پنجشنبه