په پرتګال کې هم د خپلسرو اورونو له کبله زرګونه کسانو خپل استوګنځایونه پرېښي دي

عزم(چهارشنبه، د زمري ۱۸مه، ۱۴۰۲): له یونان او سوډان وروسته په پرتګال کې هم خپلسرې اورونه لګېدلي. د پرتګال د اور وژنې ادارې پرون وویل چې زرګونه اور وژونکي یې هغه سیمو ته استولي چې لا هم اور پکې بل دی.
یاده اداره وایي چې له اوروژونکو سره رضاکاره کسان او د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو منسوبین هم مله دي.
د راپورونو له مخې پرون سه شنبه هم د دغه هېواد د جنوب لوېدیځې، مرکزي او شمالي برخو په درو پراخو ځنګلونو کې اورونه بل وو.د اودیمیرا له ۱۹ کلیو څخه شاوخوا ۱۴۰۰ کسان خوندي ځآیونو ته لېږدول شوي دي.
د راپورونو له مخې ښایي دا بل شوی اور تر نیمایي پرتګال پورې خپور شي او په ډېرو ځایونو کې د هوا درجه تر ۴۰ سانتي ګرادو پورته شوې. د یادونې وړ ده چې تراوسه د لسګونو کسانو د ټپي کېدو ویل شوي، خو د مړینې په اړه لا هم څه نه شته.