پاکستان دې د خپل بام واورې پر نورو نه اچوي

خط اول
پاکستان اوسمهال له گڼو ستونزو سره لاس او گرېوان دی. په پاکستان کې د امنیتي پېښو ډېرېدل، د پیسو د نړیوال وجهي صندوق پورونه، د خزانې تشېدل، بېکاري، د مالیو لوړېدل، د خوراکي توکو د نرخونو پورته کېدل او د سود پیسو د ورکړې نېټې یې را نږدې شوي؛ خو پاکستان په لاس کې څه نه لري؛ خو بیا هم د نړۍ له گڼو هېوادونو د پورونو غوښتنه کوي، چې تر اوسه نه کوم هېواد او نه هم کومې ادارې ورته د پیسو د ورکړې ټټر وهلی، بلکې د پیسو د ورکړې په بدل کې پرې بېشمېره شرطونه ږدي، چې پاکستان به نور هم د گړنگ پر غاړه ودروي. پاکستان اوس هم گڼې ادارې او بهر کې ځایونه یا وپلورل او یا یې گرو کړل؛ خو د پاکستان پورونه دومره ډېر دي، چې په دې کمو پیسو نه خلاصېږي. پاکستان مجبورېږي چې د خپلو پورونو لپاره بیا د نړۍ د کوم هېواد په واک کې خپل پوځ ورکړي او په بدل کې ورته پا پورونه وبښي او یا خپل هېوادوال د یادو پورونو د خلاصون لپاره ووژني او نړۍ ته به وايي چې تاسې سره د ملگرتیا له امله زموږ دغه حالت دی.
له افغانستان څخه د امریکايي اشغال د ختمېدو وروسته د نړۍ گڼو هېوادونو سره جلا جلا اندېښنې وې. د مخکېني جمهوریت، امریکا او ناټو غړیو هېوادونو به هم ویل چې په افغانستان کې ۴۲ وسلهوالې ډلې فعاله دي او د افغانستان راتلونکی گواښلی شي. خو پر افغانستان د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو راهیسې یوازې د داعش لږ څه پاتې شوني پاتې وو، چې د هغوی چاره هم ډېر ژر وشوه. نه اوس نورې وسلهوالې ډلې شته او په افغانستان کې امنیت بېخي بېساری ښه دی.
په پاکستان کې وخت ناوخت په بېلابېلو ځایونو کې چاودنې، سرتېري بریدونه او نورې امنیتي پېښې کېږي. د دې پر ځای چې پاکستان خپل امنیت ته پام وکړي، نو پړه یې پر افغان حکومت اچوي. کله کله خو د پاکستان امنیتي چارواکي په افغانستان کې د عملیاتو کولو خبره هم ورسره بدرگه کړې. پاکستان اوس د جمهوریت د وخت کیسې کوي. په جمهوریت کې به چې په کوم ځای برید وشو، لږه شېبه وروسته به د امنیتي ادارو ویاندویان د رسنیو مخې ته راغلل او ویل به یې چې دغه برید په پلاني ځای کې تنظیم شوی و. دوی سره چې د برید د تنظیم د ځای معلومات هم وو، نو ولې یې مخه نهنیوله؟ اوس پاکستان هم کټ مټ هماغه کیسې کوي.
افغانستان اوسمهال په داسې حالت کې نهدی چې له گاونډیو، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ځان بیا ښکېل کړي؛ ځکه موږ ۴۲ کاله پرلهپسې په جگړه کې تېر کړي او نور نه غواړو چې د کوم بل هېواد گوته راته ونیول شي او یا ورسره په جگړه کې ښکېل شو. هر هېواد د خپل امنیت په چل ښه پوهېږي او خپلې نیمگړتیاوې هم ورته معلومېږي، چې څنگه خپلې ستونزې حل کړي. د افغانستان اسلامي امارت ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد د پاکستانیو چارواکو د وروستیو څرگندونو په اړه ډېره په زړه پورې اعلامیه خپره کړه او پاکستان ته یې وریاده کړه، چې خپلې ستونزې پهخپله حل کړئ او موږ(افغانستان) له ځان سره مه ښکېل کوئ. افغانستان له هېڅ هېواد سره هم دښمني نه غواړي، بلکې له هر هېواد سره به د خپلو ملي گټو په پام کې نیولو سره اړیکې ساتي او هم د خپلو ملي گټو په پام کې نیولو سره به واټن اخلي. «د افغانستان حکومت یو ځل بیا خپل اصولي دریځ تکراروي چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد د امنیت پرخلاف وکارول شي، خو دا په دې معنا هم نه ده چې افغانستان د سیمې د هر هېواد د امنیتي ناکامۍ مسئول وي.»
پاکستان له جوړېدو راهیسې په دې هڅه کې و/دی چې په افغانستان کې باید جگړه وي او داسې نظام واکمن وي، چې دوی پکې گټه وکړي. د افغانستان په تېر شل کلن اشغال کې هم پاکستان د امریکا او ناټو سره څنگ په څنگ کې ودرېدهٔ او خپلې ټولې ځمکنۍ او هوايي لارې یې زموږ پر ضد د امریکا او ناټو په واک کې ورکړې. پاکستان اوس هم قرار ناست نه دی، بلکې لا هم په افغانستان کې د ناامنۍ لپاره خپلې ټولې هلې ځلې کوي او دغه نسبي امنیت یې هم پر موږ نه لورېږي.