”د اسلامي امارت د عملیاتو له ویرې داعشیان ګاونډیو هیوادونو ته تښتي“

عزم (شنبه، د وږي ۱۸مه، ۱۴۰۲): سي اېن اېن د امریکا د استخباراتو د دوو لوپوړو چارواکو له قوله ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې داعش ډله ځپل شوې ده.

د امریکايي استخباراتو دې دوو جګپوړو مسوولینو ویلي، معلومات ښيي چې د داعشیانو د تبلیغاتو، جلب و جذب او تمویل په برخه کې فعال کسان د اسلامي امارت له عملیاتو د ځان ژغورلو لپاره ګاونډیو هیوادونو ته په تېښته دي.

په راپور کې ویل شوي، امریکايي چارواکي باور لري چې په افغانستان کې د داعشیانو د حضور او ګواښ په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور د دوی له موندنو او ارزونو سره سر نه خوري. یوه چارواکي سي این این ته په دې تړاو ویلي، موږ هڅه کړې چې د دې راپور له چمتو کوونکو سره تماس ونیسو او معلومه کړو چې له کوم ځایه یې دا معلومات ترلاسه کړي او د وضعیت په تړاو یې وپوهوو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button