مجاهد ته پیغام!

الفت هاشمي
مجاهده! ستا غرور او لوړ همت ته سلام، خو يو څو کرښې عرضول درته غواړم. هيله لرم چې وخت ورته پيدا کړې او ويې لولې.
اوله خبره: ټول خلک دا مني چې ته اتل یی، نو ته عاجزه اوسه، کبر مه کوه.
دویمه خبره: ټول خلک پوهيږي چې ته خاين نه يي، نو بيت المال سره ډير احتياط كوه.
دریمه خبره: ټول په دې پوهيږي چې ته د شريعت دعوه دار يې، نو سيرت او صورت دې برابر کړه.
څلورمه خبره: ټول په دې اقرار کوي چې تا امن راوستلی، نو د ظالم دفاع مه کوه.
پنځمه خبره: ته افغان يي، نو د افغانانو د فطري مزاج خيال ساته.
شپږمه خبره: ټول هيواد وال دې ملاتړ کوي، خو شرط دا دی چې مات زړونه تکوروه.
اوومه خبره: ټول به دعا درته کوي، خو د هر چا قدر ساته.
اتمه خبره: هر څوک به درناوی درته لري، خو د هر انسان غږ اوره.
نهمه خبره: که غواړې چې په هر چا ګران شي، له چا څخه څه مه غواړه.
لسمه خبره: که غواړې چې الله تعالی دې وبښي او په الله تعالی ګران شې، استغفار کوه او په رسول الله صلی الله عليه واله وسلم درود شريف ډير ډير وايه.
تلک عشرة كاملة
والسلام عليكم ورحمة الله
١٤٤٤/٤/١٣ليلة الثلاثاء