ملابرادر د ایران له ټکنالوژۍ او تخنیک نندارتون لیدنه کړې

عزم: (پنجشنبه، د لړم ۱۸مه، ۱۴۰۲): د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په ایران کې د بېلابېلو لیدنو کتنو په ترڅ کې دا ځل د هغه هیواد د ټکنالوژۍ ااو تخنیک له یوه نندارتون څخه لیدنه کړې ده.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د ملابرادر اخوند له خولې لیکلي چې ایران د نورو برخو ترڅنګ په ټکنالوژۍ کې هم د پام وړ پرمختګ کړی او له ایراني لوري یې غوښتي چې په دې برخه کې دې افغان زده کوونکي هم ومني.
ملا عبدالغني برادر په دغه نندارتون کې د خبرو پرمهال ویلي چې افغانستان کې اوس د زده کړو ښه زمینه برابره شوې او اسلامي امارت هڅه کوي چې د نورو برخو ترڅنګ د تخنیک په برخه کې هم ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي برادر د خپل سفر په ترڅ کې د هغه هیواد د ولسمشر له مرستیال، د هغه هیواد د انرژۍ له وزیر، د کرنې وزیر د ایران دکورینو چارو له وزیر، د یاد هیواد د ملي امنیت شورا رئیس او نورو مهمو چارواکو سره ناستې کړي.
ښاغلي برادر اخوند په دغه سفر کې له ایراني لوري سره پر ګڼو اقتصادي پروژو موافقه کړې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button