کورنیو چارو وزیر په تورخم کې د کډوالو د پنډغالو لیدنه وکړه
عزم: (پنجشنبه، د لړم ۱۸مه، ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه صاحب سراج الدین حقاني پرون چهارشنبه د لړم په ۱۸مه په تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو له پنډغالو لیدنه کړې ده.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون رسنیو ته ویلي چې په دې سفر کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سربېره؛ د حج او اوقافو وزارت مرستیال شیخ زر محمد، د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال محمد نبي عمري، اداري مرستیال شیخ نور جلال او د کورنیو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي زین الله هم برخه درلوده.
سرپرست وزیر ددې ډلې په مشرۍ د راستنوشویو هیوادوالو له ۱۲ کمېټو هم څار کړی او همداشان یې له ځینو سوداګرو سره هم کتلي دي. سرپرست وزیر د کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې دوی ته د اړینو ګامونو د اخیستو ویلي او یو لړ سپارښتنې یې ورته کړي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور وزارت له قوله چې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د کډوالو له پنډغالو د لیدنې پرمهل له دوی سره د ۶۰ میلیونوافغانیو د ورکړې ژمنه هم وکړه.