له غزني یوې ډلې بهرنيو سیلانیانو لیدنه وکړه
عزم: (پنجشنبه، د لړم ۱۸مه، ۱۴۰۲): د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان ویلي چې دا ځل هغه ولایت ته د شلو بهرنیو سیلانیانو په ګډون یوې ډلې مخه کړې ده.
مسوولان وایي چې ددې سیلانیانو شمېر تر ۲۰ رسیږي چې ډېری یې د جرمني، سویډن او اسپانیې هیوادونو څخه دي.
دوی وایي چې دې کسانو د غزنې له بېلابېلو تاریخي، طبیعي او سیاحتي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس په دې کتنه کې سیلانیانو ته د غزني د تاریخي، طبیعي او د نورو سیاحتي سیمو په اړه مالومات ورکړل او دوی ته یې هرځای ته د تللو ډاډ ورکړی دی.
د یادونې وړ ده چې د کال له پیله تر دې مهاله څه باندې ۲۵۰ تنو بهرنیو سیلانیانو له غزني ښاره لیدنه کړې او دا شمېره ورځ په ورځ د زیاتېدو په حال کې ده.