سپین سترګي دې له یهودو زده شي

خط اول
د طوفان الاقصی له علمیاتو سره سم، یهود اسراییلو ګڼې جنګي تخطۍ وکړې او په پوره سپين سترګې یې ترې انکار هم کړی دی. دوی تر دمګړۍ نه یوازې زرګونه ملکي فلسطینیان شهیدان کړل؛ د سوداګرۍ عامه مرکزونه، د استوګنې پنډغالي، ملکي روغتونونه او نور په لسګونه عامه ځایونه یې ایره کړل او پر دې سربېره یې لسګونه ژورنالیستان او حتی د سرې میاشتې بې پلوي چوپړکوونکي او بې پولي روغتیاپالان یې هم تر تېغه تېر کړل. دا درې کټګورۍ هغه خلک دې چې په جګړه ییز وضعیت کې بې توپیره چوپړونه وړاندې کوي او د نړۍ په هېڅ قانون کې ورسره د زورزیاتي حق څوک نه لري.
څو ورځې وړاندې په غزه کې په یوه امبولانس کې ټپیان بار وو چې له پاسه صهیونست ځواکونو بمبار کړ. کله چې دا پېښه رسنیزه شوه او ملګرو ملتونو او نورو سازمانو یې هم د څېړنې غوښتنه وکړه؛ اسراییلو په ډېرې بې شرمۍ ددې پېښې له پخلي او پړې منکر شول. دوی ویل چې په دې امبولانس کې هېڅ ملکي زخمي نه و؛ بلکې دا د حماس له خوا ځای پر ځای شوی چې موږ هدف وګرځوي.
رښتیا هم چې ددې وخت منافقین لکه خښتې تر شپږو زیات مخونه لري او چې د هر مخ ځای یې لید؛ په هغه راڅرګندیږي. شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د اسراییلو سفاکو ځواکونو په غزه کې پر یوه روغتون لوی برید وکړ چې د نارسمي سرچینو له لوري، د مړینې کچه یې له زرو تنو هم اوښته. له هغه لوی او جنایت شرموونکي برید سره د فلسطیني شهیدانو شمېر هم له درې زرو او د ټپيانو هغه یې تر لسو زرو اوښتی و.( دا د درې اوونیو وړاندې تلفات دي.) د برید په هماغه شېبه صهیونستو ځواکونو ددې برید پړه پر حماس مجاهدینو ور تاوان کړه. د اسراییلو د لومړي وزیر له دفتره په یوه اعلامیه کې ویل شوي و چې دا هېڅ شوني نه ده چې دوی دې داسې برید ترسره کړي. د اسراییلو د لومړي وزیر له قوله، حماس چې په زموږ پر بې ګناه ماشومانو رحم نه کوي، نو په خپلو به یې څه وکړي. مانا دا چې دا برید هغوی ترسره کړی او د دوی لاسونه سپین دي. ( توره دې تکه سپینه یوړه، تکه سره دې راوړه. ) د صهیونستو ځواکونو مشرانو په پوره سپین سترګي وویل چې حماس جنګیالي پر موږ توغندي راشړي. زیات وخت دا توغندي په یوه او بل ځای لګیږي، نو لیرې نه ده چې کوم توغندی دې په المغمداني روغتون ور برابر شوی وي
ویل کیږي چې صهیونستو ځواکونو ته دا درنې وسلې په دې وروستیو کې پنټاګون ورکړې وې. هو، دوی د پېړۍ لوی جنایت ترسره کړ، جګړه ییز اخلاق، انسانیت، ترحم او… هر څه دفن شول.
فکر نه کېږي چې داسې سپین سترګی قوم دې د ځمکې په کره تراوسه تېر شوی وي. اسراییلي لومړي وزیر او نور لوړپوړي چارواکي لا هم ادعا کوي چې دوی له ملکیانو سره کار نه لري؛ خو په عمل کې بیا داسې نه ده. اسراییلي وزیرانو په خپلې خوله ویلي و چې غواړي غزه له خاورو سره سمه کړي او دا کار ددې لپاره کوي چې بیا هېڅوک ددې جرات ونه کړي چې پر اسراییلۍ خاوره! دې تېری وکړي. وړمه ورځ یې د میراث وزیر وویل چې غزه باید په اټومي وسله د ځمکې له سره محوه شي او هلته دې له سره ښارګوټي جوړ شي. که څه هم یهود مشرانو دا خبره غلې کړه، خو د دا موضوع د ډېرو رسنیو سرلیک شوه. داسې شکونه څرګند شول چې بویه اسراییل دې اټومي وسلې لري او د نړۍ په سترګو کې خاورې شیندي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان وړمه ورځ رسنیو ته وویل چې امریکا ورته څو ځلې ویلي چې دوی غواړي چې د حماس او اسراییلو ترمنځ اوربند وکړي، خو په عمل کې بیا د اسراییلو جنایتونو ته د توجیې په لټه کې دي او د اسراییلو له الفه تر یا ټول ملاتړ د دوی له خوا کیږي. رښتیا هم کفر د مسلمان پر وړاندې واحد ملت دی. د فلسطین او حماس له جګړو سره سم ټولو له یوه ګرېوانه سرونه راویستل.