کابل کې د اتیا لوبغاړو ترمنځ د بډمنټون سیالۍ پيل شوې

عزم: (پنجشنبه، د لړم ۱۸مه، ۱۴۰۲): د هیواد د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست، د بډمنټون ملي فدراسیون د کابل ولایت په کچه د اتیا لوبغاړو ترمنځ د بډمنټون سیالۍ پيل کړي دي.
د یادو سیالیو د پیل په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدران، په افغانستان کې د اندونیزیا سفارت اتشه ریګي سوبکجا، د بدني رزونې او ورزش سلاکارانو، د بېلابېلو برخو رئیسانو او ګڼو لوبغاړو برخه اخیستې وه.
دې پیلیزې ناسته کې د هیواد د بدني روزنې او سپورټ لوی رئیس مولوي احمدالله وثیق ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه. ده وړاندې ویل چې نن سبا د افغانستان ورزش د ودې او پرمختګ په حال کې دی. ښاغلي وثیق وویل: (( بدني روزنې او سورټ لوی ریاست په وروستیو کې ګڼې لاسته راوړنې درلودې او د هرې برخې ورزشکاران مو په نړیوالو سیالیو کې ډکې منګولې راستنیږي.))
هغه وعده وکړه چې د بدني روزنې او ورزش اداره د ورزشکارانو په چوپړ کې ده، خپل امکانات د دوی په و اک کې ورکوي؛ څو رغنده ګټه ترې واخلي. وثیق، د بډمنټون لوبغاړو ته په خطاب کې وویل چې خپلو لوبو ته پام واړوي، څو په راتلونکي کې په دې برخه کې هم ګڼې لاسته راوړنې ولرو.
یاده کوو چې بدني روزنې ریاست دا سیالۍ د غوره لوبغاړو د موندنې او نړیوالو لوبو ته د چمتوالي په موخه په لار اچولي دي.