مجاهد: پاکستان دې د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان نه اچوي

عزم: (پنجشنبه، د لړم ۱۸مه، ۱۴۰۲): د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې خبرپاڼه کې د پاکستان د لنډمهالي لومړي وزیر د هغو خبرو پر وړاندې غبرګون ښودلی چې ګوندې د پاکستان په ناارامیو کې د افغان کډوالو لاس دی.
د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انورالحق کاکړ پرون چهارشنبه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د پاکستان په ناامنۍ کې هغه افغان کډوال ښکېل دي چې په هغه هیواد کې ناقانونه استوګن دي. کاکړ ویلي و چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په پاکستان کې دوه زره تنه پاکستانیان د هغو ترهګرو په بریدونو کې وژل شوي چې د افغانستان له لارې پاکستان ته دننه شوي وو.
ښاغلي مجاهد د کاکړ د خبري کنفرانس په ځواب کې ویلي: (( اسلامي امارت لکه څنګه چې په افغانستان کې سوله غواړي، همداسې په پاکستان هم سوله غواړي. اسلامي امارت هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد استعمال کړي.))
دی وړاندې وایي چې اسلامي امارت د پاکستان دننه د امنیت د ټینګښت مسوولیت نه لري او هغه هیواد دې خپل کورني مسایل په خپله حل کړي او د خپلو ناکامیو پړه دې پر نورو نه اچوي.
ویاند ویلي: (( دا چې د اسلامي امارت له راتلو وروسته پاکستان کې شخړې زیاتې شوي، دا دددې مانا نه لري چې ګوندې موږ دې د پاکستان د ناامنیو تر شا ولاړ یو.))
ښاغلي ذبیح الله مجاهد ویلي چې د افغانستان وسلې خوندي دي او د چا لاسته نه دي ورغلي. د وسلو قاچاق منع دی او د دلته د هر ډول ناقانونه کړنو مخه نیول شوې.