کندهار امنیه قومنداني: امنیتي ځواکونو د کلدارو څو تنه کاروونکي نیولي دي

عزم: (پنجشنبه، د لړم ۱۸مه، ۱۴۰۲): د کندهار امنیې قومندانۍ پرون چهارشنبه په یوه خبر کې وویل چې امنیتي ځواکونو یو شمېر هغه کسان په دغه ښار کې نیولي چې د کلدارو څخه یې ګټه اخیستله. امنیه قومنداني وایي چې دا کسان یې هغه مهال لاس په لاس نیولي چې کلدارې پيسې یې کارولې.
د امنیې قومندانۍ د چهارشنبې په ورځ په کندهار ښار کې د امنیتي ځواکونو له لوري له افغانیو د کارونې د دودولو د کمپاین پر مهال د کلدارو د ځينو کارونکو له نیولو خبر ورکړی دی.
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند حافظ محمد صابر رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې نیول شوي کسان یې د قانون منګولو ته سپارلي؛ خو صابر ونه ویل چې یاد کسان څو تنه دي.
یاده کوو چې د کندهار ولایت مقام او د دې ولایت امنیه قومندانۍ په ګډه په دې ولایت کې د افغانیو د ترویج او د کلدارو د مخنیوي په موخه کمپیاین کړی دی. امنیتي ځواکونو له عامه وګړو غوښتي چې د بهرنیو اسعارو پر ځای دې له افغانیو ګټه واخلي او د نورو اسعارو له کارونې په کلکه ډډه وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button