خذلان ته سجده

طالب العلم زابلي

د مینې لار او روڼ تړون مو له مولا سره دی

ناکامو خلګو خو انسان ته سجده کړې ده

 

زه پر هماغه حال لا پاتې یم بدل نه یمه

تا خو له کبره څخه ځان ته سجده کړې ده

 

ستا هم په زړه کې د جنت او د لقاء تمه ده؟

تا خو په مینه کې شیطان ته سجده کړې ده

 

د امت درد ته به درمـــل څنګه شي؟

عرب واکمنو ترکستان ته سجده کړې ده

 

د آزادۍ لیلا به ولې خوشحالي نه لمانځي؟

هغې تنکي مجاهد ځوان ته سجده کړې ده

 

ستر ستر بمونه او فاسفورس ټول ناکام!

یهودو ماتې او خذلان ته سجده کړې ده

 

“طالب” تر ژوندون په شهادت خوشحال یم

ځکه مې غشي تل کمان ته سجده کړې ده

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button