نړیوال جام؛ انګلستان نیدرلینډ ته ماتې ورکړه، نن نیوزلینډ او سري لنکا سره مخ دي

عزم (پنجشنبه، د لړم ۱۸مه، ۱۴۰۲): د نړیوال جام د ۴۰مې لوبې په لړ کې انګلستان نیدرلینډ ته ستره ماتې ورکړه.

انګلستان لومړۍ توپوهنه وکړه او ۵۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په زیان سره سیالې لوبډلې ته ۳۴۰ منډې هدف وټاکه.

بین سټوکس ۱۰۸، ډیویډ مالان ۸۷ کریس ووکس ۵۱ منډې وکړې.

باس ډي لیډي ۳، ارین دوت ۲ او وان بیک هم ۲ ویکټې واخیستې.

په ځوابي لوبه کې د نیدرلینډ ټوله لوبډله په ۱۷۹ منډو وسوځېده او لوبه یې په ۱۶۰ منډو وبایلله.

نیدامنورو ۴۱، ایډورډز ۳۸، باریسي ۳۷ او سيبرانډ ۳۳ زیاتې منډې وکړې.

انګلستان ته معین علي او عادل رشید ۳،۳ ویکټې واخیستې.

دا په نړیوال جام کې د انګلستان دوهمه بریا وه.

نن به په نړیوال جام کې د نیوزلینډ او سري لنکا ترمنځ برخلیک ټاکونکې لوبه ترسره کیږي. که نیوزلینډ دغه لوبه ګټي، نیمه پایلوبې ته یې د رسېدو چانس ډیریږي، خو د ماتې په صورت کې به د افغانستان او پاکستان د وتلو چانس ډېر کړي.

ننۍ لوبه چې ټاس یې نیوزلینډ ګټلی او لومړۍ توپ اچونه یې غوره کړې، په بینګلورو کې ترسره کیږي.

باید وویل شي چې سري لنکا له وړاندې تګه پاتې شوې؛ ځکه ۶ لوبې یې بایللې دي.

بل لور ته هندوستان، جنوبي افریقا او اسټرالیا بیا نیمه پایلوبې ته رسېدلي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button