د ختیځ ستر لیکوال او نابغه شاعر

نن د ستر اردو ژبي شاعر او فیلسوف (علامه اقبال) د پیدایښت ورځ ده.
که څه هم د ختیځ د نابغه شاعر د پیداېښت په کال کې اختلاف دی؛ خو زیاتره تاریخ پوهان وایي: چې هغه د ۱۸۷۷ کال د نومبر په ۹مه د اوسني پاکستان په سیالکوټ سیمه کې فاني نړۍ ته راغی. د پلار نوم یې شېخ نور محمد و، چې له اره د کشمیر و. پلار یې لومړیو کې برهمن و، د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې یې اسلام قبول او سیالکوټ ته هجرت وکړ.
دی چې د شلمې میلادي پېړۍ ستر شاعر، لیکوال، قانون پوه، سیاستوال، صوفي او غوره شخصیت و، په دری او اردو ژبو یې ډیر شعرونه لیکلي او په اردو ادب کې له غالب او میر تقي میر وروسته دریم ستر نوم یادیږي.
اقبال چې په شاعر مشرق مشهور دی تر شل کلنۍ پورې یې په سیالکوټ کې ژوند تېر کړ، لومړنۍ زده کړې یې هلته وکړې او بیا لاهور ته لاړ چې د خپل ژوند تر وروستي کاله هلته واوسېده.
نوموړي د سیالکوټ په مری کالج، میونیخ، کیمبرج او لاهور پوهنتونو کې د فلسفې،، شاعري، سیاست او وکالت زده کړې؛ وکړې او له اردو سره سره په عربي، جرمن، دری او پنجابي ژبو هم ښه پوهېده.
اقبال د نړۍ له بېلا بېلو کلتورونو، ادبیاتو او جفرافیې سره ځان اشنا کړ، د برتانیوي هند واکمنۍ پرمهال افغانستان ته هم له یو عالمانه پلاوي سره په سفر راغی او د وخت له شاه (غازي امان الله خان) سره یې وکتل. اقبال د افغانانو مېړانې ته قایل و او تل یې ستایلي؛ خو بې اتفاقۍ ته یې ځورېدلی دی.
نوموړی له شعر پرته په نثر هم پوره برلاسی و او د علم الاقتصاد په نوم یې یو ښکلی کتاب هم لیکلی دی.
اسرار خودی، رموز بی خودی، پیام مشرق، زبور عجم او جاوید نامه یې د دری ژبې مهم کتابونه دي.
په اردو کې یې کلیات اقبال، بانګ درا، بال جبریل او ضرب کلیم مشهور تصانیف دي.
(فارس مین ماوراء الطبیعیات کا ارتقاء) او (اسلام مین مذهبي افکار کې تعمیر نو) یې د انګلیسي کتابونه دي، چې وروسته اردو ته هم ژباړل شوي.
له دې ور هاخوا یې په اردو، عربی او جرمن ژبه کې ځینې لیکنې کړې او غوره کتابونه یې لیکلي دي.
اقبال چې د اسلامي نړۍ په درد دردمن شاعر او لیکوال و، د مسلمانانو ترمنځ ټولو درزونو او بې اتفاقیو ته ځورېده.
دی له دې ټولو خدماتو او هلو ځلو وروسته د ۱۹۳۸ م کال د اپریل په ۲۱ مه لاهور کې مړ شو او د یاد ښار په شاهي مسجد کې خاورو ته وسپارل شو.
دلته یې یو غزل او د دری ژبې دوه بیتونه چې د افغانستان او افغان ملت په اړه دي؛ له پښتو ژباړې سره ولولئ:
اردو غزل:
ستاروں سے آگے جہاں اور بھی ہیں
ابھی عشق کے امتحاں اور بھی ہیں
تہی زندگی سے نہیں یہ فضائیں
یہاں سیکڑوں کارواں اور بھی ہیں
قناعت نہ کر عالم رنگ و بو پر
چمن اور بھی آشیاں اور بھی ہیں
اگر کھو گیا اک نشیمن تو کیا غم
مقامات آہ و فغاں اور بھی ہیں
تو شاہیں ہے پرواز ہے کام تیرا
ترے سامنے آسماں اور بھی ہیں
اسی روز و شب میں الجھ کر نہ رہ جا
کہ تیرے زمان و مکاں اور بھی ہیں
گئے دن کہ تنہا تھا میں انجمن میں
یہاں اب مرے رازداں اور بھی ہیں

نثري ژباړه:
له ستورو وړاندې لا نوره دنیا هم شته
د عشق امتحانونه لا نور هم شته
خالي نه دي له ژوندونه دا هواوې
دلته سلګونه کاروانونه لا نور هم شته
قناعت مه کوئ خلکو په رنګ او بوی یې
دلته چمن او شیان لا نور هم شته
که ورک شو یو مسکن نو څه غم؟
ځایونه د اه او فغان لا نور هم شته
ته باز یې پرواز ستا کار دی
ستا په مخکې اسمان لا نور هم شته
په دې ورز او شپه کې بند مه درېږه
ځکه ستا وخت او ځای لا نور هم شته
تېره ورځ په مجلس کې یک تنها وم
مګر دلته زما ملګري لا نور هم شته

دری ابیات:
اسیا یک پیکر اب و ګل است
ملت افغان در ان پیکر دل است
از فساد او فساد اسیا
از ګشاد او ګشاد اسیا

د عبدالباري جهاني منظومه ژباړه:
له اوبو خاورو جوړ شوی د اسیا عظیم بدن دی
د زړه ځای پکې نیولی د افغان ملت وطن دی
چې سمسور افغان ملت وي د اسیا زړګی به ښاد وي
چې زخمي زخمي په تن وي د اسیا کور به برباد وي

#یادونه: که هر څوک علامه اقبال د اردو ژبې پر ځای د پاکستان نماینده شاعر بولي، جک وهي. اقبال خپله ځان هندوستانی باله او د پاکستان له پیداېښته وړاندې مړ شوی دی. دا نو د ستراتیژيست پاکستان زور دی چې اوس یې هغه په هر پاکستاني د خپل شاعر په صفت پېژندلی. اقبال نارې وهلې چې:
سارے جہاں سے اچھا ہندوستاں ہمارا
ہم بلبلیں ہیں اس کی یہ گلستاں ہمارا
ژباړه:
له هر ځای ښکلی هندوستان زموږ
موږ بلبلان یو او دا دی ګلستان زموږ

د اردو ادب مشهورې ویبپاڼې (ریخته) کې د اقبال په اړه لیکل شوي: «اقبال ریښتونی هندوستانی و. په دې شک نشته چې هغه له نړیوالتوب، قام پال