د ملګرو ملتونو سازمان!

د لومړنۍ نړیوالې جګړې په وروستیو کې د نړۍ مشران په دې سلا شول چې د نړیوالې سولې او ټولنیز امنیت له پاره یو سازمان جوړ کړي چې اصلي اهداف به یې د هېوادونو د سیاسي خپلواکۍ منل، د ځمکنۍ بشپړتیا تضمین او نړیوال امنیت ساتل وي، په همدې عواملو د ملتونو ټولنه جوړه شوه. خو د ځينو نړیوالو ستونزو له امله دا ټولنه و نه توانېده، خپلو موخو ته ورسیږي. او ویې نه شو کړای چې د دوهمې نړیوالې جګړې مخه ونیسي. د هغه وخت د سترو استعمارګرو زبرځواکونو قدرت په خپل حالت پاتې شو، د شوری د دندو پراختیا له سازمان څخه د وتلو شونتیا، دا اجرایوي ضمانت نه شتون او داسې نور لاملونه وو چې د ملګرو ملتونو ټولنه یې له کاره وغورځوله.
د ملګرو ملتونو شالید:
په خپلو کارونو کې د ملتونو د ټولنې پاتې راتلل، نړیوال قدرتونه دې ته اړ وېستل تر څو یو داسې نړیوال سازمان جوړ کړي چې پورته ناکامیو ته د ځواب ویلو تر څنګ نړیواله سوله تامین کړي؛ د همدې هدف له پاره په نړیواله کچه هڅې پيل شوې، د اتلانتیک تړون، د مسکو کنفرانس، د ایټالیا او سن فرانسیسکو کنفرانسونه؛ د پورته هڅو غوره بېلګې دي.
۱ ـ د متحدینو اعلامیه: د ۱۹۴۱ز په جون کې متحدینو په لندن کې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې په نړیوال امنیت، سوله، اقتصادي او فرهنګي همکار ېو ټينګار کاوه. د م.م. سازمان د منځ ته راتګ په لاره کې لومړنۍ هڅه وه.
۲ ـ د اتلانتیک منشور: د ۱۹۴۲ز د اګسټ په ۱۴مه د امریکا ولسمشر روز وېلټ او د انګلیستان لومړي وزیر چرچل یو تړون لاسلیک کړ چې په کې ویل شوي و: تر څو چې یو دوامدار او پراخ نړیوال نظام نه وي جوړ شوی، د دولتونو بې وسلې کول اړین دي.
۳ ـ د ملګرو ملتونه اعلامیه: په لومړي ځل د ۱۹۴۲ز کال په اوله ورځ امریکا په دويمه نړیواله جګړه کې ښکېل شوه، په واشنګټڼ کې د ۲۶ متفقو هېوادونو ترمنځ یوه اعلامیه لاسلیک شوه چې د محور هېوادونو (جرمني، ایټالیا او جاپان) په وړاندې د هر ډول اقتصادي او نظامي همکاریو په کار اچولو ټينګار په کې شوی و. له ډې وروسته د ځينو نورو هېوادونو ترمنځ هم د م.م. په نوم تړونونه لاسلیک شول. د ۱۹۴۳ز په سپټمبر کې د امریکا مشرانو جرګې د «پول برایټ» تر نامه لاندې یو پرېکړه لیک صادر کړ چې له مخې یې له کانګرېس څخه غوښتنه شوې وه چې د یو نړیوال سازمان له جوړېدو سره دې موافقه وکړي. د همدې غوښتنې په اساس مشرانو جرګې د سناتور کونالي طرح ومنله.
۴ ـ د مسکو کنفرانس: د ۱۹۴۳ز په اکټوبر کې د امریکا، روسیې، چین او انګلستان د بهرنیو چارو وزیرانو یوه ګډه اعلامیه خپره کړه. دوی د يو داسې نړیوال سازمان جوړولو غوښتنه وکړه چې د سوله غوښتونکو هېوادونو د خپلواکۍ هدف ته په کتو سره د نړۍ ټولو هېوادونو ته د غړیتوب حق په
ورکړل شوی وي. وروسته د تهران کنفرانس جوړ شو، چې همدا غوښتنه یې کوله.
۵ ـ د ډومبارټن اوکس او اټالیا کنفرانسونه: په ۱۹۴۴ز په واشنګټن کې د امریکا، شوروي اتحاد او انګلیستان کارپوهانو له یو لړ خبرو وروسته یو سند چمتو کړ چې د سازمان په اصولو او اهدافو جوړښت، د نړیوالې سولې په ټينګښت او د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ په اړه په کې بحث شوی و. خو له یو لړ اختلافاتو رووسته دا موضوعات د ایټالیا کنفرانس ته وځنډول شول. د ۱۹۴۵ز کال په فبروري کې د چرچیل، روز وېلټ او سټالین په ګډون د ایټالیا په کنفرانس کې په اختلافي موضوعاتو بحث وشو.
۶ ـ د سن فرانسیسکو کنفرانس: د تېرو کنفرانسونو په تعقیب دا ځل د سن فرانسیسکو کنفرانس جوړ شو، په دې کنفرانس کې د م.م. طرح بشپړه شوه. وروسته د م.م. طرح په ۱۸ څپرکیو او ۱۱۱ مادو کې تصویب شوه.
د م.م. اصلي غړي هغه [۵۱] هېوادونه وو چې د سن فرانسیسکو په کنفرانس کې برخه وال وو. نوي غړي یې د( ۴) شرطونو په منلو سره په کې داخل شول. تر دې مهاله کوم هېواد له دې سازمانه بېرته نه دی وتلی، یوازې اندونیزیا په ۱۹۶۴ز کې ترې ووته، خو د نوي حکومت په راتلو بېرته په کې شامله شوه.
د م.م. اصلي څانګې:
۱ ـ امنیت شوري
۲ ـ عمومي اسِمبلي
۳ ـ اقتصادي او ټولنیزه شوری
ـ نړیواله محکمه
۵ ـ دارالانشاء
۶ ـ د قیمومیت شوری.
په دې کې لومړنۍ درې یې فرعي څانګې هم لري، چې دلته به د عمومي اسِمبلي څانګې وښيو.
د نړیوالو حقوقو کمیسیون ILC : د م.م. د نفوسو صندوق، د ماشومانو صندوق، پراختیايي پروګرام او نورې څانګې شاملې دي.
د م.م. سازمان دېرش پوړیز دفتر په نیویارک کې دی، چې د ۱۹۴۵ز د اکټوبر په ۲۴مه یې په کار پيل وکړ، خو نور ډېر دفترونه هم لري چې د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې ودان دي.
لیکنه: ساجد الله عظمت

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button