په استرالیا کې د (غان) په نامه چلېدونکی اورګاډی د افغان کوچیانو د نامه افتخار لري

دا هېڅ نه ده معلومه چې بشرکله د مځکې پرمخ د هستۍ ګام اېښی خوله علایمو اوقراینومعلومېږي چې بشري تمدنونه لومړی په جزیرة العرب ، عراق ، مصراو یونان کې را منځ ته شوي چې دآسماني ادیانو په ذریعه یې دلرغونتوب یادون زموږ تر زمانې را رسېدلی، له هغه وروسته په اېران ، افغانستان ، هندوستان اوچین کې په مختلفوبڼود لومړنیوانسانانونښې نښانې موندل شوی چې لرغونتوب یې زرګونوکلونوته رسېږي وروسته یوپربل پسې په اروپایي هېوادونوکې د اسکان زمینه برابره اوپه هغه پسې آمریکا اوله ټولووروسته داسترالیا براعظم کشف شوی دی .
استرالیا هغه وخت کشف شوه چې بشرد ترقۍ اوتکنالوژۍ په لومړیومرحلوکې قراردرلود ، ډېری شیان نه ول کشف شوي یوازې اورګاډۍ وچې د نړۍ په یو شمېر محدودوهېوادونوکې یې د بشرلپاره د پام وړاودرانده خدمتونه ترسره کول ، استرالیا هم دکشف پروخت یوه داسې وچه اوسپېره بېدیا وه چې له صحرایی بوټو اووحشي شینلیو پرته نورڅه نه پکې موندل کېدل ، بریتانوي څېړونکی چارلزسټورټ داسترالیا مرکزی بېدیاووته ولاړاودغه ناکشف شوې برخه یې د ستونزو په ګاللو سره کشف کړه خودلته اړتیا ولیدل شوه چې له سهیل څخه د شمال په لوردبېدیا په زړه کې د اوسپنې لاره تېره شي خوددې موخې پروړاندې هم ډېرې ستونزې اوننګونې پرتې وې ، ځکه د ریل پټلی لپاره داستحکامي (کوندو) د انتقال لپاره داسې راحلې چې د لوږې اوتندې توان ولري ، نه وي موجودې ، دیرش کاله وروسته د جان مک ډووال په نوم دسکاټلنډ دسټوارټ کورنۍ یو بل څېړونکي داسترالیا د ناکشف شویو سیمو د پیدا کولو په تکل روان شو، د هغه پروړاندې هم د راحلو ستونزې پرتې وې ځکه د وسایلود لېږد مزدوران اوآسان د تندې اوګرمۍ له وجې له ستونزوسره مخ کېدل ، د مک ډووال سره دا وخت یوبل فکرپیدا شو چې هغه د انتقالاتو لپاره د آسانوپرځای د اوښانوکارول و، نودا اوښان او، اوښبانه به چېرې پیدا کېدل ؟
مک ډووال د افغانستان د کوچیانواود هغوی داوښانوستړې کېسې اوریدلې وې او دا یې هم اورېدلي وه چې اوښان دیوې شپې او ورځې پرمزل په لوږه اوتنده درانده بارونه چلولی شي همدا وجه وه چې هغه هند او افغانستان ته راغي او ۱۵۰ افغان اوښبانه یې له ځان سره استرالیا ته بوتلل، د ریل ګاډۍ د پټلۍ جوړولو لپاره د لومړي ځل لپاره هغوی د اوښانود توانایي تجربه وکړه او ویې لیدل چې څنګه د استرالیا په سپیرودښتوکې درانده بارونه وړي را وړي ، دلته وه چې د ریل ګاډۍ د پټلۍ جوړېدلوهیله هم په بریالیتوب سره مخ په پوره کېدو شوه، ددې پټلی لومړی برخه په ۱۸۸۱ کال د ویلیم جروویس په نوښت چې اصلا یې په بریتانوي پوځ کې د انجنیرپه توګه کارکاوه ، بشپړه شوه خو له بده مرغه چې نوموړي په نیوزیلند کې په رسمي دنده مقررشو نو تر ۹ کالو پورې د یادې طرحې پلي کېدل هم وځنډېدل څو په ۱۸۹۱ کال لومړنی اورګاډی د (کورن) له تم ځای نه د (اودنا ټا ) تم ځای ته ورسېد چې په دغه بریالیتوب کې د ترټولو د ۱۵۰ تنو افغان اوښبنو رول او زحمت زیات وګڼل شو ، دغه اورګاډي ته د افغان اوښبنو د زحمتونو او زیارونوپه پارد افغان ایکسپریس نوم ورکړل شو چې وروسته دوه ځلې ددغه اورګاډي نوم بدل را بدل شو، دوهم ځل دغان ایکسپریس اوپه پای کې یې (غان) تل پاته نوم شوچې اوس هم په همدې نامه یادېږي اوچلېږي ، بله ښېګڼه دا وه چې په دې وروستیوکې د استرالیا دسیکې وهلورسمي ادارې اعلان وکړچې د هیرو شویو[اوښبه افغان اتلانو] په ویاړسیکه ووهي ، رښتیا هم د افغان اوښبه کوچیانو قربانۍ چې د استرالیا د خلکولپاره یې ورکړی وه د ستایلووړده اوهغه وخت سړی بشپړپوهېږي چې د استرالیا سهیلی ایالت اډلید ته ولاړشي اوهلته یې داسترالیا له جنوب څخه شمال ته په ترټولواوږده اومشهوراورګاډي سترګې ولګېږي او دا هم وویني چې د GHAN (غان) کلمه پرې لیکل شوې وي نوبیا حتمي افتخار ورته پیدا کېږي ، دغه اورګاډي ته پخپله داسترالیا اوسېدونکود انصاف اوعدالت له مخې په خپله رضا او رغبت د THE GHAN نوم ورکړی چې د استرالیا په ترټولو لویه سهلي پټلی ځغلي را ځغلي اوسیلانیان د څو محدودو ساعتونوپه ترڅ کې په آرامۍ او خوشحالۍ خپلومقصد ځایونوته رسوي .
افغان اوښبانه له خدمت وروسته د استرلیا په (ماري ) ښارکې اوسېدل چې نه یوازې داورګاډي د پټلۍ په برخه کې یې د استرلیا له خلکوسره مرسته وکړه بلکې د تیلګراف د لیکې په جوړولوکې یې د پام وړخدمتونه ترسره کړل ، د ماري په ښارکې افغان اوبښنو یونوی فرهنګ هم را منځ ته کړ دوی دخپل عبادت لپاره یووړوکۍ جومات جوړکړچې په تعقیب یې په ۱۸۸۹ کال د اډلید په ښارکې لومړنۍ لوی جامع جومات جوړکړ، داسترالیا لپاره د افغان اوښبنوله خدمتونو وروسته ډېری له دې اوښبنوپه استرالیا کې پاته شول هلته یې له انګریزی ښځو سره ودونه وکړل اویوشمېریې بېرته هېواد ته راستانه شول ، دوی ته د خدمتونو په ختم کې وویل شول چې خپل اوښان لیرې چېرې ووژني خودا خبره په اوښبنو کوچیانوډېره سخته تمامه شوه په ظاهري ډول یې څه ونه ویل خوخپل اوښان یې یوه داسې ځنګل ته بوتل چې هلته واښه او اوبه موجود ول ، ترډېره دا اوښان هلته ددې پرځای چې منقرض شي لا پسې وپنځېدل خوکارفرمایانو نورد اوښانود انقراض له نزا کت سره تماس ونه نیوه .
افغانان اوس په ماري ښارکې اوسېږي دوی یوه ټولنه هم لري ، په خواشینۍ سره چې له دغه افغانانو څخه اوس خپله ژبه اوفرهنګ هیرشوی خوپه خپل افغاني نسب کلک ولاړدي .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button