څنګه کولی شو چې په لږه سرمایه یا بیخي په خالي لاس کاروبار شروع کړو؟

خلک فکر کوي، چې د کاروبارونو لپاره و خورا لویو لویو شتمنیو ته اړتیا شته، خو داسې نه ده. د Domino’s پیزا او Mary Kay کمپنۍ چي خپله سوداګري یې له يو څو سوو ډالرو څخه شروع کړې وه، په لږه سرمایه د لویو کاروبارونو د شروع کولو غوره بېلګي دي.
زه به خپله خبره داسي وکړم: په لږ سرمایه د کاروبار شروع کول ستونزمن دي، خو ناممکن نه دي. شرکتو والا یا هم کاروباریان همېشه په ډېري دلچسپی او ډاډه زړه دا وايي، چې ته مازې په یوه ښه متشبث او کاروباري فکر سره کاروبار ته لاس واچوه، که څه هم ټول اړین امکانات او بشري منابع په اختیار کې و نه لرې، خو بیا به هم مخته ځې.
د کاروبار د شروع لپاره د سرمایې پر برابر دوې خبرې دي:
یو چې ښه سرمایه ولرې: فقط کاروبار ته لاس واچوه او بسم الله کړه.
دوهمه دا چې لږه سرمایه ولرې: اصلي خبره په نغدي سرمایه کې ده، مانا که دې لږه سرمایه درلوده، نو هم مخته تلی شې. که غواړئ، چې په لږه سرمایه غوره کاروبار ولرئ نو دې ته اړتیا ده:

۱: لږه سرمایه برابره کړه.
۲: د ډېري او عالي ماشینرۍ څخه تېر شه، اوس له ساده ماشینونو کار واخله.
۳: د بشري منابع (کارګرو) مصرفونه دي کنټرول کړه.
۴: کاروبارونه له رقابت څخه خلاص نه دي، نو کاروبار ته دي نوی رنګ او ښکلا ورکړه.
۵: داسي کاروبار ته لاس واچوه، چي ته نسبتاً پکې بلد یې.
دا بیخي اړینه مسئله ده، مصارف او لګښتونه کانټرول که، ځکه د کاروبار په شروع شروع کي مشتریان کم وي.
ګورئ بیا درته وایم، په لږه سرمایه کاروبار شروع کیږي، خو اړینه داده، چي خامخا به یو څه پلانونه ورته نیسې او کوچنیو کوچنیو شیانو ته به حساب کوې.
درې: هیڅ سرمایه نه درلودل، خو کاروبار شروع کول: حیرانېږی مه! دا خبره په ثبوت رسېدلې، چي خلک په خالي لاس بیخي ښایسته او لوی کاروبارونه کوي. رابرټ کیوساکي د “یویشتمي پېړۍ تجارت” په کتاب کي وایي: په یویشتمه پېړۍ کي و دې ته اړتیا نسته، چي ته خامخا زیاتي پیسې ولرې، بلکي له خلکو سره پیسې سته، ته فقط کاروباري پلان ور مخته کړه، خپل پر ځان باور ور ښکاره کړه.
بالکل، زه کندهار کي زیات خلک پېژنم، چي کارکن، اخلاص لرونکي او تکړه دي، نورو دوستانو پیسې ورکړي دي، دوی اوس لوی لوی کاروبارونه په جوړ کړي دي. او فکر مو وي، چي په اسلام کي هم مضاربت او شراکت شته.
ددې درېیمي طریقې لپاره د ځان تکړه کول، مطالعه کول، نوښتګر فکر په ځان کي را پنځول، ماته نه منل، د وخت منظمول، پیسو ته حساب کول او پر خپلو مټو باور بیخي اړین دی.

لیکنه: بلال جبارزی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button