پر لویو لارو د تګ پرمهال مبایل کاروونکو ډرېورانو سره قانوني چلند کيږي

عزم: (پنجشنبې، د لړم۱۸مه، ۱۴۰۲)؛ د ټولګټو چارو وزارت له هېوادوالو غوښتي، چې د ترافيکي پېښو څخه د مخنيوي په موخه دې په لويو لارو د موټر چلولو پرمهال له مبايلونو استفاده نه کوي.

دغه وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د ارزونې دراپور پر بنسټ، پر لوي لارو د د ترافيکي پېښو يو عمده دليل پر لارو له مبايله څخه د موټرچلوونکو استفاده ده.

ياد وزارت وايي، چې اوس مهال په ډېری لویو لارو کې د بيارغونې چارې رواني او ځای پر ځای د کار لوحې لېږېدلي، که چېرې موټرچلوونکي پام ونه کړي، بدې ترافيکې پېښې به رامنځته شي.

دغه وزارت ويلي، چې هر هغه څوک چې له دې پرېکړې سړغونه کوي، اړوندو امنيتي ارګانونو ته به وسپارل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button