د روسیې ولسمشر «ولادیمیر پوتین» قزاقستان ته تللی

عزم: (پنجشنبې، د لړم۱۸مه، ۱۴۰۲)؛ روسي رسنۍ راپور ورکړی چې ولسمشر، ولادیمیر پوتین نن (پنجشنبه د نومبر ۹مه) قزاقستان ته تللی دی.

د تاس خبري آژانس د خبر له مخې، ښاغلی پوتین به د دې سفر په ترڅ کې د قزاقستان له ولسمشر، قاسم جومارت توکایف سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي.

ټاکل شوې پوتین او توکایف د منځنۍ اسیا – روسیې په فارمټ او د «کرنه د پياوړي اقتصاد بنسټ دی» په نامه د سیمه‌ییزو همکاریو په ۱۹مه عمومي غونډه کې ګډون وکړي.

دا په روان کال کې د روسیې او قزاقستان د ولسمشرانو ترمنځ پنځمه لیدنه ده چې پر بېلابېلو موضوعاتو سره خبرې اترې کوي.

ولادیمیر پوتین داسې مهال له خپل هېواده بهر سفرونه کوي چې د جرمونو د نړیوالې محکمې لخوا پرې بندیز هم لګېدلی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button