چابهار بندر ته د افغانستان د اسانه لاسرسي په موخه د افغانستان او ایران ګډه کمېټه جوړېږي

عزم: (پنجشنبې، د لړم۱۸مه، ۱۴۰۲)؛ د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې نن (پنجشنبه د لړم ۱۸مه) له چابهار بندر څخه لېدنه وکړه.

اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، ملا برادر له چابهار بندر څخه د لېدنې پر مهال د دغه بندر له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او له ایراني لوري یې وغوښتل چې چابهار بندر ته د افغانستان لاسرسی اسانه کړي څو له دې لارې وکولای شي خپل صادرات د نړۍ بازارونو ته ورسوي.

اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې ایراني لوري په چابهار بندر کې د افغانستان لپاره د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو او همدارنګه د دغه بندر له لارې د افغانستان د سوداګرۍ د زیاتېدو په اړه ملا برادر ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې په دې اړه به د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه په ګډه کار وکړي.

له چابهار بندر سره د نښلېدو په صورت کې به افغانستان د هند، چین او پردې سربېره د اروپا، امریکا او منځني ختیځ بازارونو ته لاسرسی پيدا کړي، چې په دې سره د افغانستان او نړۍ اړیکې لا پياوړې او نږدې شي.

دغه بندر د مرکزي اسیا هېوادونو او په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره چې په وچې پورې تړلی هېواد دی، ځانګړی اقتصادي ارزښت لري.

چابهار بندر د افغانستان لپاره د بندر عباس په پرتله لسګونه کیلومتره او د کراچۍ بندر په پرتله بیا سلګونه کیلومتره لنډ دی، چې له دې لارې به د صادراتو په لګښت او وخت کې په بې ساري ډول کموالی راشي.

چابهار بندر په جغرافیوي لحاظ په یو ستراتیژیک موقعیت کې جوړ شوی چې له دې لارې افغانستان کولای شي نوي سوداګریز او ترانزیټي ملګري پيدا کړي او په کم وخت او لږ مصرف له نړیوالو سوداګریزو بازارونو سره ونښلول شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button