اسراییل په ناڅاپي ډؤل په غزه کې خپل ځمکنی برید ځنډولی دی

عزم: (پنجشنبه د لړم ۱۸مه، ۱۴۰۲)؛ د اسرایلو پوځ په ناڅاپي ډول په غزه کې د خپل ځمکني بريد د ځنډولو خبر ورکړی دی.
اسرایلو پر غزې خپل ځمکنی برید د اکتوبر په ۲۷مه له څو جهتونو پيل او پس له دوو هفتو او څو ځله ناکامه هڅو وروسته يې د عملیاتو د درېدو فيصله يې کړې، لیکن په هکله يې وضاحت نه دی ورکړی.
د څوارلس ورځو ځمکني برید په نتیجه کې اسرایلو د خپلو ۳۵ پوځيانو وژل کېدل منلي چې له دې سره د ټولو وژل شوي عسکرو شمير يې ۳۲۵ تنو ته رسيږي.
بل لورې ته اسراييلي هارتص ورځپاڼې هم په خپل وروستۍ ګڼه کې د مصر لخوا د ځيني اسراییلي بندیانو د ازادی په بدل کې د اوربند خبره کړې ده.
همداراز فرانسوي رسنیو هم د قطر په منځګړيتوب تر ۲۰ بهرني تابعیت لرونکو اسیرانو د خلاصون لپاره د ۳ ورځنې اوربند خبر ورکړی دی.