د امریکا او اسرایلو د استخباراتو مشران په قطر کې ناسته کړې

عزم: (پنجشنبې، د لړم ۱۸مه، ۱۴۰۲)؛ د امریکا او اسراییلو د استخباراتو رئیسانو د قطر په پلازمېنه دوحه کښې د قطري چارواکو سره ناسته ترسره کړې.
فایننشل ټایمز د خبر پر اساس دغه درې اړخیزه ناسته نن پنج شنبه په دوحه کې ترسره شوې، چې د بندیانو پر خلاصون او بشري مرستو پر رسولو متمرکزه وه.
ویلیام برنز د سي آی اي (CIA)رييس او ډیویډ بارنیا د موساد مشر د قطرې چارواکو سره تر اوږده بحث او خبرو وروسته دې پرېکړې ته رسېدلي چې د بندیانو د مصؤنه خلاصون لپاره دې درې ورځې اوربند وشي. او قطر دې د حماس ډلې سره د اسراییلي اسیرانو د ازادی موضوع وڅېړي او په بدل کې به غزې ته بشري او کومکي مرستې ولېږدول شي.