د اسرایلو پوځ اړوند خبري پاڼې د غزې د ځمکني برید د ځند خبر اصلاح کړ

عزم: (پنجشنبې د لړم ۱۸مه، ۱۴۰۲)؛ د روسیې خبري شبکې چې د یوه اسرایلي پوځ د ویب پاڼې په حواله یې په غزه کې د ځمکني برید د ځند خبر خپور کړی، په یو تازه خبر کې یادؤنه کړې چې دغه ویب پاڼې مخکنی خبر حذف کړی او اصلاح شوی خبر یې پر ځای نشر کړی دی.
مخکنی خبر په دغه لینک کې کتلای شئ!
په مخکني خبر کې چې د اسرایلي پوځ په ویب پاڼه کې نشر شوی و، راغلي وو: اسراییل په ناڅاپي ډؤل په غزه کې خپل ځمکنی برید ځنډوي. خبر زیاته کړې وه چې اسرایلو پر غزې خپل ځمکنی برید د اکتوبر په ۲۷مه له څو جهتونو پيل او اوس يې د عملیاتو د درېدو فيصله کړې ده. ویب پاڼې مخکنی خبر یې یوه ټایپي تېروتنه بللې وه چې اوس اصلاح شوې ده.
په یاده پاڼه کې اوس هغه خبر حذف شوی او نوی خبر چې د جګړې او ځمکني برید یادؤنه پکې شوې، نشر شوی دی.