Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

اسلامي امارت د ټاپي پروژې د چارو عملي پیل ته بشپړ چمتووالی لري

عزم: (شنبې، د لېندۍ ۱۸مه، ۱۴۰۲)؛ اسلامي امارت وايي چې د ټاپي پروژې په برخه کې ټول خنډونه له منځه تللي او افغانستان د دې پروژې د عملي چارو پیل ته بشپړ چمتووالی لري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې ټاپي د څلورو هېوادونو ترمنځ پروژه ده او باید چې عملي کېدو ته یې ټول لوري بشپړ چمتووالی ولري.

د ښاغلي مجاهد په وینا، د دې پروژې د عملي چارو د پیل په برخه کې هېڅ ډول خنډ نشته.
دغه راز ترکمنستاني چارواکو هم ډاډ ورکړی چې هېواد یې د ټاپي پروژې د عملي کېدو لپاره چمتو دی.

د ترکمنستان د انرژۍ د نړیوالو اړیکو مسوول «مراد ارتیکوف» په کابل کې د اسلامي امارت چارواکو سره په لېدنه کې ویلي چې یاد هېواد په افغانستان کې د انرژۍ د نورو پروژو د عملي کولو لپاره هم چمتو دی.

ټاپي پروژه د ګازو نللیکه ده چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته ګاز لېږدول کېږي.
اسلامي امارت تر دې وړاندې هم د ټاپي پروژې د عملي چارو د پیل لپاره د چمتووالي ډاډ ورکړی و.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button