Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

مجاهد: د امریکا له خوا د سرپرست حکومت پر دوو چارواکو بندیز غندو

عزم(شنبه، د لیندۍ ۱۸مه، ۱۴۰۲): اسلامي امارت د امریکا د خزانې وزارت له لوري پر خپلو دوو چارواکو تازه لګېدلي بندیزونه غندلي دي او په یوه خبر کې یې ویلي ې بندیزونه حللاره نه ده او نه هم ستونزوې لګولی شي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: ((په داسې حال کې چې امریکا له اسراییلو څخه په ملاتړ سره د بشري حقونو څخه سرغړونه کوي، پر نورو خلکو د بشري حقونو د سرغړونې په تړاو تور پورې کول او بیا بندیزونه لګول غیر منطقي کار دی.))د امریکا د خزانې وزارت تازه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت پر سرپرست، محمد خالد حنفي او د علومو اکاډمۍ پر مشر، فریدالدین محمود د ښځو او نجونو د زده کړو او د بشري حقونو څخه د سرغړواوي په تور بندیزونه لګولي دي.
مجاهد وړاندې ویلي چې د فشارونو لګول او د بندیزونو وضع کول هېڅ ستونزه نه شي هوارولی. نوموړی وایي چې امریکا د داسې ناکامو اقداماتو مخینه لري او نور نه باید ورته کړنې ترسره کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button