Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

سالنګونه د افغان وجود د ملا مهره..لړۍ/پینځمه برخ

۵. اقتصادي ارزښت
د لویو لارو، سړکونو او ترانسپورتي لارو جوړول او بیارغونه د هېواد په اقتصادي وده کې د پام وړ رول لوبولی شي، چې پر بنسټ یې د عامه ترانسپورت د اسانتیا تر څنګ د هېواد اقتصادي سکتور هم فوق العاده وده کوي. اقتصاد وهان او د بیارغونې چارې تخنیکی پرسونل د لویو لارو د رغونې په باره کې وایي چې په یوه هیواد کې مواصلاتي لارې کټ مټ په یوه بدن کې شریانونو او رګونو ته ورته دي چې له زړه وینه د بدن ټولو برخو ته پمپوي او لېږدوي او همداشان له ټول بدنه بیا وینه زړه ته راټولوي. مانا د شریانونو کار د وینو او انرژۍ لېږد دی د بدن ټولو برخو ته. د هیواد په لویو لارو کې د سالنګونو لویه لاره له ستر اقتصادي او سیاسي اهمیته برخمنه ده. سیاسي برخه یې چې دا یوازینۍ مصوونه لاره ده چې د هیواد د جنوب او لویدیځ وګړي یې له شمال سره نښلوي او فروپاشۍ مخه یې ډب کړې ده. ویل کیږي چې له سالنګونو څخه د هرې ورځې په تېرېدو د لېږنده وسایطو د انتقال تعداد لوړیږي. د سالنګونو د ساتنې او خوندیتوب اداره وایي چې اوسمهال له دې لاره هره ورځ شاوخوا ۱۶ زره موټرونه تګ او راتګ کوي.
د هیواد دا لویه لاره نه یوازې دا چې د افغانستان د جنوبي خوا کورني تولیدات تر شماله رسوي او برعکس د هغه ځای کورني تولیدات جنوبی ولایتونو ته رارسوي؛ بلکې د منځنۍ اسیا سره د تجارت یوازینۍ لاره هم همدا ده چې هره ورځ د میلیونو افغانیو توکو ټرانزیټ ترې کیږي. په سوداګرۍ او اقتصاد کې د توکو سالمه او چټکه رسونه یو لوی بحث دی چې باید د هر پېر دولت ورته پوره پاملرنه وکړي. د بېلګې په توګه د افغانستان په یوه لیري پراته کلي کې د یوه کس شل جریبه د مڼو بڼ دی او په ټنونه حاصل یې کړی. یاد کس اړتیا لري چې خپل تولید تر مارکیټه یوسي او عرضې ته یې وړاندېکړي. بنا که د ېکس ته سړکونه جوړ وي او تر کلي اوکوره یې مصوونه لاره وي، نو په لنډه او چټکه توګه به یې خپل تولیدات پرته له خرابولي تر خپل مقصده رسولي وي.
د سالنګونو د لویې لارې د بیارغونې او اړتیا یوه وړه بېلګه مو په پورته مثال کې وړاندې کړه. ویل کیږي چې د سالنګونو له بیارغونې وړاندې د افغانستان د شمال زراغتي تولیدات په سخته تر پلازمېنې کابل او جنوبي ولایتونو رسېدل. کله ناکله به په لاره کې پرې اوونۍ اوښتې او یاد تولیدات به په لاره کې له منځو تلو سره مخ شول.
افغانستان له بده بخته چې هېڅ ازاد بحر ته لاره نه لري او نه هم پکې د اوبیزې سوداګرۍ تجربه شته. له بله پلوه هوایي کارګو بېخي ډېره قیمته پرېوځي، نو یوازینۍ لاره چې له موږ د سیمي له هیوادونو سره وصلوي؛ هغه ځمکنی ټرانزیټ دی. ښه ده چې د افغانستان کې د وسپنې پټلۍ هم وده وکړي او خپل تولیدات پرته له ځنډه تر نړیوالو مارکیټوو ورسوو. په همدې اساس اسلامي امارت په بیلا بیلو زیربنایي برخو کې د پلانونو په طرحه کولو او پلي کولو سربیره د سوداګریزو توکو د لیږد او د ښاریانو د تګ راتګ د اسانتیا په موخه د لویو لارو او سړکونو بیارغونې او جوړولو ته لومړیتوب ورکړی دی.
د مؤثرو او معیاري ترانسپورتي خدمتونو وړاندې کول، له ګاونډیو او سیمې سره د ترانسپورتي اړیکو ټینګول او د ترانسپورتي زیربناوو پراختیا د اسلامي امارت د پلانونو په سر کې دي، چې په دې برخه کې د لویو لارو بیارغونه لکه سالنګ، د کابل ـ هرات لویې لارې، په لویو ښارونو کې د سړکونو د بیارغونې او ترمیم لپاره د مرکز ترڅنګ، د ولایتونو له مرکز څخه ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو ته د سړکونو د غځولو لړۍ دوام لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button