Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د «رسنۍ او استعمار» په نوم کتاب له چاپه راووت

دغه رساله چې په درېيو څپرکيو کې د نجيب‌الله ابوالياس جهادوال له‌خوا چمتو شوې، تازه د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د بيهقي کتاب خپرولو رياست له‌خوا چاپ او بازار ته راوتې ده.
دا چې رسنۍ د عامو افکارو مديريت او جهت ورکولو برخه کې مهم رول لري، نو ځکه خو استعماري ځواکونو د تاريخ په اوږدو کې له دغې مهمې وسيلې څخه د خپلو استعماري موخو د تحقق په موخه په پراخه کچه استفاده کړې او د ميلياردونو ډالرو پانګونې سره يې په دې برخه کې بېلابېل رسنيز بنسټونه او فکري مرکزونه په دندو ګمارلي، نو د «رسنۍ او استعمار» منځ‌پانګه د بيان آزادۍ او آزادو رسنيو په نوم د استعمار همدغو دسيسو څرنګوالی او اغېزې راسپړي.
د تبليغاتي جګړې په دغه پير کې د دغسې يو اثر تشه محسوسه وه، چې « رسنۍ او استعمار» رساله يې تر ډېره ځوابولی شي. دغه رساله په مرکز او ولايتونو کې د بيهقي کتاب‌خپرولو رياست له کتاب‌پلورنځيو څخه ترلاسه کولی شئ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button