برتانیا له خپل هېواده زرګونه مهاجر کوچنیان شړي

عــزم ( چهار شنبه سلواغه ۲۱مه ۱۳۹۴) د بريتانیا د کورنیو چارو وزرات اوس اعتراف کړی چې زرګونه بې وزله او بې کسه ماشومان چې په بريتانیا کې یې د پناه غوښتنه کړې وه، بېرته خپلو هېوادونو ته لېږدول شويدي.

په دوی کې ګڼ شمېر افغان ماشومان هم وو چې کلونو یې په بريتانیا کې ژوند کړی و، خو په پای کې د اوسېدو حق ورنه کړل شو.
ځينې نور ماشومان د سوریې او عراق وګړي وو او اوس د خپلو هېوادونو داسې سیمو ته په زور بېرته لېږدول شوي چې د ”اسلامي دولت” ډلې په څېر د ترهګرو په ولکه کې دي.په تېرو نهو کلونو کې کابو ۲۷۰۰ افغان، عراقي، سوري، ایران او لیبیایي ماشومان خپلو هېوادونو ته استول شوي دي.په دوی کې کابو ۲۰۰۰ ماشومان افغانان وو.

په دې ډله کې داسې ماشومان هم وو چې په برېتانیا کې ښوونځیو ته تلل، ملګري یې موندلي وو او خپل راتلونکي ته لېواله وو.
خو د سیاسي پناه غوښتنه یې په پای کې ونه منل شوه.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت په تېرو کلونو کې د بېرته لېږل شویو ماشومانو شمېر ډېر کم ښوده، خو په روانه اوونۍ کې یې په لومړي ځل اعتراف وکړ چې تر دوه نیمو زرو یې ډېر ماشومان له هېواد ایستلي دي.

دا پداسې حال کې چې لاه هم افغانان او دنورو جګړه ځپلو ملکونو کډوال اروپا ته په لاره دي .

فولاد واغظي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button