غزل ـــ شاه نواز باقر

شاعر: شاه نواز باقر
دا ډيوه هـله بلـيـږي چې تـيز بـاد شـي
يو سړى چې رانه هير شي، نو راياد شي
څـومـره زړونــه چې درکړي خلکو تاته
که يې خښتې کړې نو ښار به پرې اباد شي
چې پخپل نصاب يې روږدې کړمه ژبه
ماشومان به مې بيا ستوري د هيواد شي
د کور وره ته به يې ولګوم خير دى
ستا په ښپو کې که پاىزيب چرته ازاد شي
ستا په زړه کې ورته بد نه وي باقــره!
چې ښېرې هم چا ته وکړې نو پرې ښاد شي