جیمز کلپر: افغانستان به په ۲۰۱۶ کال کې د سیاسي ماتې ښکار شي

عــزم ( چهار شنبه سلواغه ۲۱مه ۱۳۹۴) د امریکا د ملي امنیت مشر، جیمز کلپر، د سه شنبې په ورځ د امریکا د سنا یوې استماعیه غونډې ته وویل چې افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د سیاسي سقوط له خطر سره مخامخ دی.

د امریکا د ملي استخباراتو اداره د سي آی اي په ګډون د امریکا د۱۶ استخباراتي ادارو تر منځ همغږي کوي.

ښاغلي کلپر وویل چې سیاسي جوړجاړی مخ پر ځوړ دی، حکومت د سرچینو د کموالي له جدي ګواښ سره مخامخ دی او د طالبانو د بریدونو کچه هم زیاته شوې ده.

د ۲۰۱۴ کال له ناندرییزو ټاکنو وروسته چې د ملي یوالي حکومت په نامه ګډ حکومت جوړ شو، د سیاسي چارو ځیني شننونکي دافغانستان سیاسي پیوستون او ثبات څپڅپانده او ماتېدونکي بولي،
همدا راز طالبانو په دې کال کې دیو ستر ولایت په ګډون لسګونه ولسوالۍ ونیولې

دکلپر په وینا د سولې د خبرو لپاره د طالبانو شرطونه په خپل حال پاتې دي او کوم تغیر یې نه دی کړی. طالبان د سولې د خبرو د پيل لپاره تر ټولو مخکې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل شرط بولي .

فولاد واغظي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button