نن د سید جمال الدین افغاني ورځ ده !

لیکوال : عبدالحی قانت

سید جمال الدین افغاني د ساداتو د کورنی یو عالم ، پوه ، او هوښیار شخصیت وو. سید په ۱۹۳۸ کې په کنړ ولایت اسد اباد ولسوالی کې زیږیدلی. لومړنۍ زده کړې یې له خپل کوره کړي. په ۱۸ کلنی کې یې دیني زده کړو لپاره مستعمر هند ته سفر وکړ او هلته پری انګریزانود روسیې د جاسوس تور پوری کړ چې د هغه له امله یې هند پریخود او د حج په نیت د مکې په لوړ ولاړ.
د امیر دوست محمد خان په وخت کې پاچا سید (رح) د خپل مشر ځوی اعظم خان استاد مقرر کړ، تر څو هغه ته دیني علوم ور زده کړي. سید ۱۸۰۰-۱۸۵۷ پورې یو ځل د هند ، عراق ، شام ، او حجاز سفر وکړ او د منځي ختیځ له حال احواله یې ځان خبراوه. کله چې دوه کاله وروسته راستو شو امیر دوست محمد خان وفات شوی وو او په ځای یې د امیر دوهم ځوی شیر علی خان د وروڼو سره په جنګ قدرت تر لاسه کړ. د سید شاګرد او د امیر مشر ځوی اعظم خان دا وخت ایران ته تښتیدلی وو.
د شیر علی خان د دربار توطیه ګرانو پاچا ته وویل چې سید د اعظم خان استاد وو او له ده سره همکاري نشي کیدلای. بالاخر یې سید دی ته مجبور کړ چې وطن پریږدي خو د ایران په خوا ولاړ نشي.
کله چې یې دربار پریخو د وخت پاچا ته یې د دولت د اصلاحاتو په اړوند یې ډیرې مشوری لیکلی ورکړی. سید (رح) د عصري کابینې ، مواصلاتو، مطبوعاتو، معارف او حتی د اردو او اقتصاد په اړه یادونې وکړی.
سید د وخت پاچا ته ویلی وو چې انګریز د ټول شرق دښمن دی او د هغوی پلان ځکه کامیاب دی چې د شرق ټول مشران د استبداد لاندی ژوند کوي او دا هغه څه دي چې مسولیت یې ستا په غاړه دی.
سید ولاړ او بیا رانغې، متاسفانه د سید په شان شخصیت زمونږ بې ضمیره واکدارانوو او غوړه مالانو له لاسه ورکړ.
خو سید خپله زندګي وقف کړی وه، ناسته یې عادت نه وه. شیر علی خان له وطنه بدرګه کړ خو سید نړی ته د خپل فکر رسونې کار پیل کړ. له دی وروسته تر مرګه سید آرامه ورځ ونه لیده.
خو….
د سید فکر د هغه شاګردانو پر مخ بیولو غزم وکړ. د سید (رح) شاګرد استاد محمد عبده دا کاروان پر مخ ویوړ آن تر دی چې د معاصر اسلامي تحریک په نوم امام الشهید حسن البناء د سید دا خوب په ریښتیا تعبیر کړ او په ۱۹۲۸ د اسلامي خلافت له سقوط څخه ۴ کاله وروسته یې د اخوان المسملون په نوم د خلافت د بیا اعادې منظم کار پیل کړ. د سید فکر له شرقه تر غربه خپور شو او الحمد لله نن پر توله اسلامي نړی د سید د افکارو جال خپور دی. هغه ورځ هم لری نه ده چې د سید دا نیمګړې ارمان پوره شي.
د سید افکار وو چې د دنیا یو طاغوتي نظام (کمیونیزم) یې مات کړ دا دې او د کپیټلزم وار دی. لری نه ده چې د کپټلزم کپتانان هم له خاوره سره خاوری شي.
روح یې ښاد
وطن یې آباد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button