اوښکه (ملنګ جان)

څاڅمه له سترګونه اوښکه دغمويــــــــــــــــــــمه
ورکه ګريوانوکـــي شم جـــــوړه له دردويـــــــمه
سترګونه راپريوځم خپره په اننګوکــــــــــي شم
يـــالکه شبنم غـــــوندي ولاړه پــــــه بـــــــڼو يـمه
ډوبه يم په سترګوکي احساس شـــم رپريوځـــم
دومـره په شـفاف اوجود ډکــــه له رازو يـــــــــمه
کـله ګـرځـم سترګوکـي کله جوړ ډنــــــډونه کـړم
کـــله بيا له سترګــــونه لګيا پـــــه بــــهيدو يــمه
اوښــکه يم هــــجرانه ستا نه پټه په بـــڼو کـــي يـــم
پــــريږده چــــــي بــــهيږمه ډکـــه له دردو يــــــــمه