تازه جزیات:  جلال اباد کې پر بهرنیو ځواکونو سرتیري برید ۱۶ امریکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

دوهم تعقیب/

عزم/ له ننګرهار ولایت نه په ترلاسه شوي خبر کې ویل شوي نن د ورځې لس بجې د جلا ل اباد ښار ته څیرمه د هوایي میدان په اوله دروازه کې د امریکایي ځواکونو د موټرو په قطار  سرښندونکی برید ترسره شو.

خبر زیاتوی برید د موټر په مت ترسره شوی چې له امله یې دروند دسر زیان اړولی.

له سیمې نه عیني شاهدانو ویلي چې دوه امریکایي ټانګونه یې په سترګو لیدلي چې د پیښې په ځاي کې ویجاړ پراته وو او د اورلوګي ترې پورته کیدل.

د حملې مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی، دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لیږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، برید ددوئ ددوي دیوه سرښندونکي (جواد کندهاري) لخوا د موټر په واسطه چې زیات شمیر چاودیدونکي مواد پکې ځاي پرځای شوي وو ترسره شو، نوموړي زیاتوي یاد سرښندونکي کس له ډیره وخته دلته دخارجي ځواکونو تګ راتګ څاره او یوې مناسبې موقع ته انتظار وو.

په جلال اباد کې د هوایي ډګر یوه امنیتي چارواکې جګړن محمد امین رسنیو ته ویلي ،یو کس چې په موټر کې سپور وو د امریکايي ځواکونو د موټرو له قطار سره یې موټر ټکر کړ او درنه چاودنه رامنځ ته شوه ، نوموړی زیاتوي حمله ډیره زوروره وه له امله یې د بهرنیو ځواکونو دوه ګاډي تخریب شوي، ۴ امریکایي عسکر وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دی.

احمدبشار

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button