په کابل کي سرتيري برید دبهرنیانو دوه پوځي ګاډي ويجاړ کړي

دکابل دنهمي حوزې اړوند دتر خیلو په سیمه کي نن ماسپښين شاوخوا درې نیمي بجې دبهرنیانو په موټرو سرتیری برید ترسره شو، چي په ترڅ کي یې دبهرنیانو دوه پوځي ګاډي ویجاړ شوي دي.

دکابل امنيه قومندان جنرال عبدالرحمن دپيښي په ځای کي خبریالانو ته وویل، چي برید دیوه کرولا موټر په وسیله چي له چاودېدونکو توکو څخه بار وو ترسره شوی دی.

په سیمه کي عیني شاهدانو ویلي، چي په برید کي دبهرنیانو دوه ګاډي زیانمن شول.

دکابل چارواکو ویلي، چي په برید کي درې تنه ټپیان شوي دي، تراوسه بهرنیو پوځیانو په دې اړه څه ویلي نه دي.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چي په برید کي یې دبهرنیانو دوه پوځي ګاډي په بشپړه توګه ویجاړ کړي او پکي سپاره ټول بهرنیان وژل شوي دي.

دبرید په سیمه کي دبهرنیانو یوشمېر مهم دفترونه موقعیت لري او په دغه لاره ډیر بهرنیان تګ راتګ کوي.

په کابل کي دغه برید په داسي مهال ترسره شوی، چي نن په ننګرهار کي دیوه سرتیري برید په ترڅ کي دناټوپوځیانو ته مرګ ژوبله واوښتله.

برید له غرمې وړاندي شاوخوا لس بجې دهوايي ډګر اولې دروازې ته څېرمه دتورخم په لویه لاره رامنځ ته شو، چي دعیني شاهدانو په وینا دامریکايي پوځیانو دوه ټانګونه يې په ترڅ کي ویجاړ شول.

طالبانو ویلي، چي دننګرهار برید دوی ترسره کړی دی او په ترڅ کي یې ۱۶ امریکايي پوځیان ټپیان او وژلي دي.

ننني بریدونه په داسي مهال رامنځ ته کیږي، چي تیره ورځ دبلخ په مرکز مزار شریف کي دڅارنوالۍ په ریاست او داستيناف په محکمې ډله ييز برید ترسره شو، چي ۸۰ کسانو ته پکي مرګ ژوبله واوښتله.

دیادوني وړ ده، چي په دې وروستیو کي دهیواد په بېلابېلو سیمو کي امنیتي پيښي ا و وسله وال بریدونه زيات شوي دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button