په میدان وردګو ولایت کې یو شمېر امنیتي ځواکونه له مسلکي او عقیدتي زدکړو فارغ شول

عزم(دوشنبه، وري ۲۱مه، ۱۴۰۲): د میدان وردګو د امنیې قوماندانۍ مسوولین خبر ورکوي چې په یاد ولایت کې د ۴۲ تنو په تعداد پولیس له مسلکي او عقیدتې روزنې وروسته فارغ او د هیواد چوپړ ته وړاندې کړل.
په دې مراسمو کې د دغه ولایت امنیې قومندان شیخ الحدیث محمد شریف حلیمي پولیسو ته په خپله وینا کې وویل، چې تاسو د اسلامي نظام سپاهیان او ساتونکي یاست له ولس سره ښه او مسلکي چلند کول او د هیواد ساتنه ستاسو له مهمو مسولیتونو څخه دي.
پر دې سربېره تازه فارغ شویو پولیسو ژمنه وکړه چې د اسلامي نطام له اصولو سره به سم به د هیواد او هیوادوالو ساتنه کوي او د نظام او هیواد بقا ته به له هېڅ ډول قربانۍ درېغ و نه کړي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په دغه ولایت کې یو شمېر پولیس له عقیدتي او مسلکي زده کړو فارغ شوي وو.