د فاریاب او جوزجان د پوهنې ریاستونو په دې ولایتونو کې د نویو چاپ شویو کتابونو د وېشلو خبر ورکوي

عزم(دوشنبه، وري ۲۱مه، ۱۴۰۲): د فاریاب او جوزجان ولایتونو د پوهنو د ریاست مسوولینو په دغو ولایتونو کې ښوونځیو ته د نویو چاپ شويو کتابونو د وېش لړۍ د پیل خبر ورکوي. د یادو ولایتونو ولایتي چارواکو په قول چې یاد کتابونه ورته د پوهنې وزارت تازه سپارلي چې دوی یې هم په ښوونځيو کې د وېش لړۍ پیل کړې.
د فاریاب د پوهنې رئیس مولوي حفیظ الله معتصم بالله ویلي چې د پوهنې وزارت دې ولایت ته له لومړي تر دولسم ټولګي پورې ۱.۳ میلیونه ټوکه کتابونو سهم ورکړی، چې تر دې دمه ورته ۸۲۰ زره ټوکه کتابونه رسېدلي، چې نن یې د وېش لړۍ پیل شوه. په یاد شمېر توکو کې ۸ زره ۲۰ نفري درسي کېټونه او ۱۳۷ خېمې هم شاملې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې پاتې برخه نور کتابونه به هم ژر دې ولایت ته ولېږدول شي او په دې سره به ددې ولایت د کمښت ۹۵ سلنه ستونزې حل شي.
له بلې خوا د جوزجان د پوهنې رئیس مولوي طاهر جواد ویلي، چې د پوهنې وزارت له لوري دغه ولایت ته ۸۷۶ زره ټوکه کتابونه سهم ورکړل شوی، چې تر دې دمه ورته ۵۱۱ زره ټوکه کتابونه رسېدلي. د ښاغلي جواد په خبره چې دوی ته د کتابونو له تسلمېدو وروسته یې د وېش لړۍ پیل کړې.
د هلمند پوهنې ریاست رسنیو ته ویلي چې د یونیسیف په مالي لګښت یې دوه زره مېزونه او دوه زره څوکۍ رغولي دي. د یاد ولایت د ریاست مسوولین وایي چې دا شمېر څوکۍ او مېزونه یې د نجونو د مرکزي لېسې سربېره شپږو ښوونځيو ته رغولي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button