په خوست ولایت کې د کرومايټ ډبرو کان د استخراج چارې پیل شوې

عزم(دوشنبه، وري ۲۱مه، ۱۴۰۲): د خوست ولایت چارواکې وايي چې د یاد ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په روغه لنډه سیمه کې یې د کرومايټو د یوه کان د استخراج چارې پیل کړي دي.
د دې کان د کېندنې د پیل په مراسمو کې د دغه ولایت د کانونو او پټروليم رئیس محمد صادق وویل، چې د دې کان څخه به په راتلونکو ۵ کالونو کې کابو ۱۱ زره ټنه کرومايټ ډبرې استخرج شي، چې له هر ټن څخه به ۱۰ زره ۵۰۰ افغانۍ اخیستل کیږي چې ټولټال به له دې کان څخه ۱۱۸ میلیونه او ٦٠٠ زره افغانۍ ترلاسه شي.
نوموړي وړانډې وویل چې د یاد کان قرارداد یې د کریم وردګ له شرکت سره لاسلیک کړی چې کان به د پینځو کلونو په بهیر کې استخراجوي. د دې ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مشر ویلي چې د کان له کېندنو سره سم به د دې سیمې ۲۰۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شي.
یادو مراسمو کې د خوست والي محمد انور دین پرور وویل، چې په دې ولایت کې یې د ناقانوني کان کیندنې او ګران بیه ډبرو د قاچاق مخینوی کړی دی.
په همدې حال کې د ځاځي میدان د لنډې روغه سیمې اوسېدونکي د دغه کان د قانوني استخراج هرکلی کوي او غوښتنه کوي چې دوی ته هم پکې برخه ورکړل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button