د عمران خان پلویانو د نوموړي د نیونې پر خلاف لاریونونه ویستلي دي

عزم( چهارشنبه، غوایي شلمه، ۱۴۰۲): پاکستانۍ رسنۍ خبر ورکوي چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر تر نیونې وروسته د نوموړي ګڼو پلویانو په سترو لاریونو لاس پورې کړی دی.
د عمران خان ګڼ شمېر پلویان هغه وخت لویو لارو ته راووتل چې د دوی د مشر عمران خان نیازي له نیونې خبر شول. د ملیشه ځواکونو په واسطه د عمران خان له نیونې سره سم یې پلویان په ټول پاکستان کې خپاره شول او لویو لارو ته راووتل.
پوليسو په لاهور او کراچۍ کې د عمران خان پر پلويانو اوبه وپاشلې او دوی د تیتولو هڅه یې کوله. د عمران خان د نیول کېدو د خبر له خپراوي وروسته د هغه ځینې پلویان د اعتراض په ډول د پلازمېنې اسلام اباد او نورو ښارونو لارو سړکونو ته راووتل او ځینې یې له امنیتي ځواکونو سره هم لاس و ګرېوان شول.
سپینې ماڼۍ پرون ناوخته وویل چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان له نیولو خبر شوي او هیله کوي چې پاکستان د قانون حاکمیت ته درناوی ولري.
پخوانی صدراعظم خان د خپلې واکمنۍ پر مهال د بډو اخیستلو او د دولتي ګرانبیه ډالرو پر ناقانونه خرڅلاو تورن دی، خو دی یاد تورونه ردوي او دا د اوسني لومړي وزیر شهبار شریف او د نوموړي د دولت دسیسه بولي.