د ملګرو ملتونو سرمنشي: وسمهال د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه نه شي ختمېدای

عزم( چهارشنبه، غوایي شلمه، ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي چې وسمهال به ستونزمنه وي چې د روسیې او اوکراین د کړکېچ د هواري لپاره دې کومه لاره موجوده وي.
هغه دا خبره له ایل پایس هسپانوۍ ورځپاڼې په مرکه کې کړې ده. دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې د روسیې او اوکراین رهبرانو د دویمې نړیوالې جګړې د ختمولو په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د بریاو ادعاوې کړې دي.
ورځپاڼې د ګوترېش هغه څرګندونې بولډ کړي چې په بیان یې وسمهال روسیه او اوکراین دخپلمنځي جګړو اوج ته رسېدلي او یو لوری هم برلاسی نه ښکاري.
هغه ویلي، هیلهمن دی په راتلونکي کې دا امکان برابر شي چې روسیه او اوکراین د مذاکرو مېز ته کېنول شي.