د رسمیت پېژندلو څرک…!

حمزه الیاس

د دوحې د ناستي اصلي محور افغانستان او په افغانستان کې د مرکزي حکومت سره تعامل او د سیمي او د نړۍ سره اړیکي او افغانستان د منځنۍ او جنوبي آسیا د ټرانزېټ په مرکز بدلول او په دې برخه کې د نړۍ لېوالتیا دا هغه څه دي چې په دوحه کې ورباندي ژور بحث وسو.
خو تر ټولو چې پکې مهم دی، د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل دي، چې پکې د ډېرو هېوادونو لکه غربي هیوادونه او د سیمي هېوادونه لا په دې کړکېچڼه مسئله کې په یوه خوله نه وه او نه دي.
خو د سیمي د هېوادونو د رسمیت پېژندني اټکل ځکه کوؤ چې د دوحې په ناسته کې د سیمي هېوادونو دا وښودل چې هر څوک پوه او کار یې پوه سو چې اسلامي امارت څرنګه او څه وخت په رسمیت پېژني، دا یو ډاډ دی چې اټکل کولای سو چې چین به لومړئ هېواد سي چې مرکزي حکومت به په رسمیت وپېژني.
ځکه د سیمي د هېوادونو د قوي هېوادونو څخه یو چین هم دی.

افغانستان د آسیا زړه او د سیمي د ټرانزېټ او تجارت خط سیر دی، چې له دې امله دا یو ستر ستراتېږیک موقعیت هم بلل کېږي.
افغانستان په داسې حالت کې پرېښودل خودي د سیمي او ګاونډي هېوادونو په ګټه نه دی، دا حالت پر سیمه ژور اغېز لري.
او بل په نوي نړېوال نظم کې هم افغانستان یو د ستراتېږیک هېوادونو څخه دی چې اغېزناک رول لوبولای سي.
د افغانستان اوسني سیاسي حالاتو او د اوسني حکومت سره تعامل د نړۍ توجوه افغانستان ته ډېره کړې ده، او نړۍ د اسلامي امارت سره په تعامل کې دوه زړه ده، هم غواړي چې پراخ تعامل ورسره ولري چې په دې سره یې هغه ستراتېږیک مفاد له لاسه وځي او هم ورسره اړېکه نسي قطعه کولای چې دا بیا پر سیمه او نړۍ ژور اغېز لري.
نو ځکه ټول د سیمي هیوادونو او نړۍ د افغانستان په مسئله کې سردرګومه ده، چې د نړۍ دا حالت د افغانستان په ګټه دی، باید ترې قوي استفاده وشي.

Show More

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button