کلام الملوک ملوک الکلام !
لیکنه: سعادت کامران
پرون دګوډاګۍ ادارې سرغنه اشرف غني سره له دوو نورو چارواکودقندهار ولایت ته په پټه یو نا اعلان شوي سفر درلود او هلته یې په اصطلاح د مدني ټولنو له استاځو،ملکي اونظامي اشخاصو سره یوه لنډکۍ ناسته درلوده چي ورته یې داسي څه وویل چي باید نه یې وای ویلي
ښاغلي دده دفاسدې ادارې په اړه دهر اړخ کمزورۍ او ناسمې کړنې یادې کړې او په خاص ډول یې لمړی خپل سفر ته په اشارې سره وویل(( اوس افغان ځواکونه په خپلو کمو امکاناتو د هېواد هغو برخو ته تلاى شي، چې بهرني ځواکونه په خپلو ټولو امکاناتو هلته نه شواى تلاى ))چي دا ټکي یې دده دصلیبي لنډهرو او خپلو اوباشانو پر مخ یوه څپیړه بللای شو ځکه له یوې خوایې داشغالګرو دچوپړ حق ادانکړ او له بل پلوه یې دده په قول افغان ځواکونه فقط دومره پیاوړي وبلل چي له یوه ځای نه بل ته اوس تللای شي !!نوموړي پاچا دا هم وویل چي ((دولت پيسې لري، خو د لګولو وړتيا نشته )) چي دا هم هغه څه دي چي دی او اداره یې دحکومت دارۍ هیڅ وړتیا نه لري
ده له ناستو اوریدونکو دخپل نه وس په اړه زغم وغوښت او ویې ویل ((د اصلاحاتو د پلي کولو لپاره له تاسو دزغم غوښتنه کوم )) زغم معنا داچي زه تر دا مهاله بې وسه یم بې وسه ځکه دی چي ده ورپسې بې له ځنډه دا ټکي واورول(( تر دې مهاله زموږ ٨٠ سلنه وخت امنيتي مسايلو او جګړې نيولى ))په کوم هیواد کي چي ۸۰ سلنه وضعیت یې جګړه ییز وي څوک به ووایي چي دا حکومت داري باکفایته ده ؟ او هغه څوک چي دده په خلاف دهیواد اتیا سلنې ټوپک اخیستی او نه غواړي چي دا بې کفایته او دروغجن ورباندي واک وچلوي ایا دی یو قانوني مشر بلل کیدلای شي ؟
داوباشانو مفکر دده په فکر دسم سمکي علت دده هڅې وبللې او ویې ویل ((که يې په پيل کې امنیتي مسائلو ته لومړيتوب نه واى ورکړى، نو اوس به ولسوالۍ يو په بل پسې سقوط کېدې)) ښایي چي له دې څرګندونو څخه به یې دهیواد دټولو ولسوالیو نیول هدف وو کنه نو څو ولسوالۍ خو اوس هم دده له لاس نه وتلې او لا هم دا لړۍ روانه ده زاړه پاچا په داسي حال کي چي وڅنګ ته یې علومي او جهاني ناست ول ډیر په قاطعیت سره دا هم وویل چي ((هڅه يې دا ده چې اداره ځوانه شي، لکه څنګه چې کابينه ځوانه ده، داسې به په ولايتونو او ولسواليو کې ځوانان په دندو وګومارل شي !! له دې فقرې نه یې مطلب نه اخیستل کیږي چي په دې کار کي به ده کوم ښه والی لیدلی وي او دڅه دپاره به داسي کوي ؟نوموړي اعلی سر قوماندان دا خبره تر ټولو هغو په ډاګه وکړه چي ((له دې نه وروسته، نور په کندهار کې موازي حکومتونه نشته او يواځې والي زما خاص استازى دى)) په دې زړورو او قاطعانه الفاظو کي یې دقندهار لغړي امنیه قوماندان عبدالرازق ته نغوته وه چي نور دی نشي کولای چي دغلا چور ، چپاول دلارو پر سر دپاټکونو او په غیر قانو ني ډول له ګمرکاتو نه لاس ته راوړې پیسې یوازي هضم کړي