اردوغان ولې زمونږ د خوښې رهبر دی؟

لیکوال:عبدالهادي مومند
دا څو ورځې کېږي په فيسبوک کې د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان په اړه ډول ډول تبصرې کيږي, په همدې موخه ما هم وغوښتل چې د نوموړي په اړه يو څوکرښې وليکم:رجب طيب اردوغان په 2003 ميلادي کال کې واک ته ورسيد د نوموړې واک ته په رسيدو ترکيه د يو لړ مثبتو بدلونونو شاهده وه زه يې د مثبتو کارونو ځينې بېلګې راخلم:
په اقتصادې برخه کې: په 2002 ميلادي کال کې د ترکيې کورني ناخالصه توليدات 232 مليارده دالر وو خو واک ته د اردوغان په رسيدو د صادراتو دغه اندازه 820 ميليارده دالرو ته پورته شوه*د پخوانيو حکومتونو له وخته چې په ترکيې کوم ملياردونه دالر پورونه پاتی وو ټول خلاص شول, ددغه پورونو اخيري هغه يې 400مليونه دالر د نړيوال بانک پور وو تير کال نړيوال بانک ته وسپارل شول تر څنګ يې اردوغان اعلان وکړ چې ترک حکومت نړيوال بانک ته د قرضې ورکولو په برخه کې هم چمتو دی.
*د اردوغان له واکمنۍ راپديخوا په اقتصادي برخه کې ترکيه هر کال 5 سلنه پرمختګ کوي.
په اسلامي برخه کې: اردوغان په خپله واکمنۍ کې د يوه رښتيني مسلمان په صفت د اسلام مبارک دين ته په زړه پوري کارونه وکړل چې په لنډ ډول ترې يادونه کوو:
*د ترکيې سيکولر پوځ يې بې واکه کړ, همدغه فوځ وو چې پخواني اسلامپالي ګوندونه يې له پښو غورځولي وو, دغه ګوندونو غوښتل په ترکيه کې د يوه داسې نظام راتګ ته لاره هواره کړي چې اسلام ته وفاداره وي خو فوځ يې مخه ډب کړې وه او نه يې پريښودل چې دغه ګوندونه واک ته ورسي, خو اردوغان دغه خنډونه له منځه يووړل.
* د فوځ د بې واکه کولو نه وروسته نوموړې په فوځي او نورو دولتي ادارو کې په حجاب لګيدلی بنديز پای ته ورسوه.
* په شرابو يې تر ډيره حده بنديز ولګوه او کوښښ کوي چې په پوره ډول د شرابو استعمال بند کړي.
* په ليليو کې دهلکانو اوانجونو يو ځای اوسيدل يې منع کړل.
* همدا څو ورځې مخکې يې د اسلامې بانک دارۍ سيستم پرانيست چې د هر ډول سود نه پاک بانکي سيستم دی,اردوغان لومړی شخص وو چې په دغه بانک کې يې خپل اکونت جوړ کړ.
د بهرني سياست په برخه کې:د اردوغان په مشرۍ اوسني ترک حکومت خپل هغه شعار ته چې) ترکيه د مظلوم ملګرې ده که د دنيا په هر کونج کې وي( د عمل جامه اغوستي ده ,د بېلګې په ډول ترې يادونه کوو:
* د فلسطين قضيه : اردوغان د فلسطين په قضيه کې تل د مظلوم فلسطين ملاتړ کړی او د ياد هيواد قضيه يې يواځې د فلسطين مشکل نه بلکه د ټول اسلامې امت ګډ مشکل ياد کړی دی د داوس په کنفرانس کې يې د هغه وخت اسرايلي مشر شمون پيرس ته مخامخ وويل : ژر ده چه تاسو د فلسطيني ميندو او ماشومانو په اوښکو او وينو کې لاهو شۍ, د احتجاج په ډول يې ياد کنفرانس په نيماي کې پريښود او بيرته ترکيې ته ستون شوچې د ترکانو لخوا يې تود هر کلې وشواود زرګونو په شاوخواکې هيودوال يې دښه راغلاست په موخه هوايي ډګر ته راغلل
.* دغزې د کلابندۍ په وخت ترکيه لومړۍ هيواد وو چې د کلابندۍ د ماتولو په موخه يې خپلې په بشرې مرستو بار سمندري بيړۍ غزې ته وليږلې,خو غزې ته له رسيدو وړاندې د اسرايلو تر بريد لاندې راغلي او په ترڅ کې يې اووه ترکې ماڼوګان ووژل شول, بالاخره اسرايل مجبور شول چې د ترکيې رضايت د نړيوالو حقوقو سره سم په بخښنه او د قربانيانو کورنيو ته په تاوان ورکولو ترلاسه کړي.
” هغه فلسطينيان چې د اسرايلو په وحشيانه بمباريو کې ټپيان شوي وو د اردوغان په امر په ترکيې چورلکو کې د درملنې په موخه ترکيي ته واستول شول او هلته يې درملنه وشوه.” همدا څو ورځې وړاندې څلور زره فلسطينۍ پيغلۍ او ځوانان چې د ودونو توان يې نه درلود د ترکيې په مرسته د ودونو خاوندان شول چې دا کار د فلسطين د بېچاره ګانو سره د اردوغان د همدردۍ ښه نمونه ده.
* په مصر کې يې د عبدالفتاح السيسي د لورې دمحمد مرسي منتخب نظام راپرځولو سره کلک مخالفت څرګند کړ او د مصر د اوسني کودتاه چي نظام سره يې خپلې اړيکي وشلولې.
* سوريه: اردوغان په سوريه کې د ياد هيواد د ولسمشر بسارالاسد لخوا د رامنځ ته شوي ناورين له امله چې په نتيجه کې يې په سلهاوزره سني مسلمانان شهيدان شول سخت مخالفت څرګند کړی , او خپل ټول ځواک يې په کار واچو تر څو دغه ناورين له منځه يوسي.همدا اوس په ترکيه کې 3 مليونه سوري مسلمان مهاجر اوسيږي چې د ترکيې لخوا يې پالنه کېږي.
* درې کاله وړاندې چې په برما کې د بودايانو لخوا په ځایې مسلمانانو خونړي بريدونه پيل شول اردوغان لومړی نړيوال مشر وو چې د خپلې ميرمنې سره يو ځای يې برما ته سفر وکړ او د هغه ځای له مسلمانانو سره يې بشري مرستې وکړي, له هغې وروسته دا دې نن چې بيا په برما کې د روهينګا په مسلمانانو خونړي بريدونه شروع شوي, د افغان مشرانو په ګډون ټوله دنيا پرې چوپه خوله ده خو يواځې اردوغان دی چې روان ظلمونه يې غندلي او ددې وحشتونو د مخنيوي لپاره يې خپلې مټې رابډ وهلي خو ددې ټولو مثبتو کارونو سره سره د اردوغان ځيني مخالفين په نوموړې د سيکولرټاپه وهي او په ترکيه کې د شرابو او فحشاو يادونه کوي, زما په نظر دغه ډول خبرې يوه ټولنيزه ناروغي ده ځکه موږ تل د يوه چا منفي نقطه کلکه رانيسو,نيوکه پرې کوو او هغې ته انکشاف ورکوو, مګر په نورو لسګونو مثبتو کارونو يې سترګې پټوو, په تلو تلو کې يوه يادونه اړينه ګڼم هغه دا چې: په ترکيه کې څه د پاسه يوه پېړۍ سيکولر نظام واکمن پاتې شوې,ريښې يې کړي او په لسو کالو کې ددغه سيکولريستي جرړو له منځه وړل څه اسانه خبره نه ده, وخت او په ترکيه کې د اردوغان په واک کې پاتې کيدل به يې ځواب وايي.
د همدې ارمان د پوره کيدو په هيله