په باګرام توغندیز برید یوه امریکايۍ وژلې

امریکايي چارواکو ویلي، چي دباګرام په هوايي اډه دتوغول شوي توغندي له امله یوه امریکايۍ وژل شوې او یو امریکایی ټپي شوی دی.

دامریکا ددفاع وزارت ویلي، چي ۴۵ کلني کريسي ډيوېس په شخصي کمپنۍ کي کار کاوو، چي دامریکايي تجهيزاتود ورانولو او خرڅولو کار کوي.

کريسي ډيوېس چي دوه ځلي يې په افغانستان کي ماموریت ترسره کړی دی،  دډی اېل آی کمپنۍ په دفاعي ډيپارټمنټ کي يې کار کاوو.

دغې کمپنۍ ویلي، چي ډيوېس يې لومړنۍ کارکونکې ده، چي په افغانستان کي وژل کیږي.

په افغانستان کي دامریکايي پوځ ویاند برین ډريبيوس دډيوېس په وژل کېدلو خواشيني څرګنده کړې او دهغې کورنۍ او خپلوانو ته یې تسلیت ویلی دی.

امریکايي چارواکو دټپي شوي امریکايي په اړه زیات جزیات نه دي ورکړي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button