په سرپل کي ۱۷ اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي

دسرپل ولایت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کي ديوې پوستې ۱۷ اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي دي.

دطالبانو ویاند قاری محمدیوسف احمدي ویلي، چي دغو ۱۷ اربکیانو ټولي هغه وسلې او مهمات چي په پوسته کي يې لرل طالبانو ته ور وړي دي.

نوموړي ویلي، چي دغو اربکیانو کلک هوډ څرګند کړی، چي دطالبانو له اسلامي امارت سره به بشپړه همکاري کوي.

دغه اربکيان په داسي مهال طالبانو ته تسلیم شوي، چي په دې وروستیو کي دعسکرو او پولیسو له ليکو څخه تېښته او طالبانو ته تسلیمي ډیره شوې ده.

دچارو شنونکي په دې اند دي، چي دطالبانو له لوري اعلان شوي دعزم عملیاتو په عسکرو کي ډیره ویره خپره کړې او دهغوی مورال ډیر ښکته شوی دی، چي دا ددې لامل کیږي، چي هغوی طالبانو ته تسلیم او یا له خپلو دندو وتښتي

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button