د کرکټ ملي لوبډلې ځوانانو هالنډ ته ماتې ورکړه

41

کابل ( عزم: پنچشنبه ،١٨ چنګاښ ٩٤) افغانستان د ۲۰۱۶ کال کرکټ شل اوريزو نړيوالو اتلوليو ته د غوراوي په سياليو کې خپله لومړۍ لوبه له هالنډه وګټله.
د لوبې پچه هالنډ وګټله او لومړۍ يې افغانستان ته د بټېنګ يا توپ وهنې بلنه ورکړه.
په لوبه کې اصغر ستانکزي او نوروز منګل د ۳۹ منډو ملګرتيا وکړه، سميع الله شينواري هم له محمد نبي عيسی خيل سره د شپېتو منډو په ملګرتيا ولاړ و، چې نبي ۳۳ او شينواري ۴۴ منډې وکړې، د افغانستان په توپ وهنه کې تر ټولو تېزې منډې د نجيب ځدراڼ وې چې  په ۱۱ توپونو يې ۳۳ منډې وکړې.
په دې لوبه کې افغانستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۱۶۲ منډې وکړې او هالنډ ته يې د ۱۶۳ منډو هدف وټاکه. بيرته په ځواب کې هالنډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يوازې ۱۳۰ منډې جوړې کړې او لوبه يې وبايلله.
د افغانستان په توپ اچوونکو کې نجيب الله ځدران او شرف الدين اشرف ښه وځلېدل او درې درې لوبغاړي يې وسوځول.
افغانستان بله لوبه  نن د سکاټلنډ په اېډنبرا کې له متحده عرب اماراتو سره لري.
د ۲۰۱۶ کال شل اوريزو نړيوالو اتلوليو لپاره غوراوي دې سياليو کې افغانستان په بي ګروپ کې له هالنډ، متحده عرب امارات، سکاټلنډ، کېنيا او عمان سره دي.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!