سوريه کې وژل شوی افغان جنګيالی ايران کې خاورو ته وسپارل شو
تهران( عزم: جمعه،۱۹ چنګاښ ٩٤) په سوريه کې د بشار الاسد په دفاع کې جنګيدونکی يو بل افغان جنګيالی وژل شوی او مړی يې تېره ورځ د ايران په شمال ختيځ ښار مشهد کې خاورو ته وسپارل شو.
د العربيه تيلويزيون د راپور له مخې دبشار الاسد د نظام ددفاع له پاره د ايران له لوري لېږل شوی ددغه افغان جنګيالي نوم حسين ظفر دوست ښودل شوی چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د ايران په واسطه د ايران د جنګي ډلې (فاطميون ګوند) کې د بشار الاسد په ملاتړ په جګړه بوخت و. چې تېره ورځ يې په ايران کې د پوځي پروتوکول سره سم د جنازې او تدفين مراسم ترسره شول.
د ايران د دولتي رسنيو دراپورونو له مخې حسين ظفر دوست په سوريه کې دبشار الاسد د نظام په دفاع کې وژل شوی خو په راپور کې يې د وژل کېدو سيمه نه ده ښودل شوې.
د يادونې وړ ده چې په سوريه کې د مقاومت کوونکو ډلو په خلاف د بشار الاسد په ملاتړ د ايران د فاطميون ګوند ډېر فعال دی په ياد تنظيم کې د ايران،افغانستان او پاکستان شيعه جنګيالي ګډون لري او دا عموماً د ايران په توسط او مالي مرسته سوريې ته په منظمه توګه لېږل کيږي.
د ياد ګوند يو بل افغان قومندان علي رضا توسلي د تېر کال په فرورۍ کې د سوريې په جنوب کې د درعا په ښار کې ووژل شو.د جون په مياشت کې د ايران دولتي خبري اژانس(ايرنا) په يو راپور کې ويلي وو چې د سوريې په جنګونو کې د ايران د پاسدارن انقلاب ۴۰۰ جنګيالي وژل شوي دي چې په دوی کې ۷۹ تنه د فاطميون له ګوند څخه وو.د يادونې وړ ده چې په سوريه کې د تېرو څو کالونو راهيسې چې د بشار الاسد د نظام په خلاف مقاومت کوونکي جنګ کوي دا څوويم ځل دی چې افغان شيعه ګان هم په دغه جنګ کې د بشارالاسد په ملاتړ د مقامت کوونکو په خلاف جنګ کې وژل کيږي چې جسدونه يې يا هم په ایران او افغانستان کې خاورو ته سپارل کيږي.
خو په هېواد کې ددننه ځينې افغانان د افغان شيعه ګانو سوريې ته د پردي جنګ له پاره تلل غندي او وايي چې دا په ښکاره د نورو هېوادونو په کورونيو چارو کې لاس وهنه ده.
عبداللطيف نظيف